Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

ټولې لیکنې
د ۱۷۲۴ کال، د اپرېل په ۲۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې کوم چې اوسمهال د روسې کالینینګراد ښار دی زېږېدلی او د ۱۸۰۴ کال، فېبرورۍ په ۱۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې مړ شوی. مذهب یې د لوېدیځ فلسفه وه، د روڼ اندۍ په دور کې یې ژوند کړی. د جرمني فیلسوف وو. مور یې انا نېګینا روټر کونیکزبرګ کې زېږېدلې او د ۱۶۹۷–۱۷۳۷ ترمنځ یې ژوند کړی په ۱۹۴۶ کې د دې ښار نوم کالینینګراد ته بدل شو. پلار یې جوهان جورج کانټ د جرمني د نورېمبرګ ښار وو. پلار یې د اسانو لپاره د زین او نورو وسایلو جوړونکی وو.   کانټ ګمان کوه چې د پلرونو اصلي ځای یې سکاټلنډ دی خو په دې اړه کوم ثبوت نشته خو ډېر خلک ګمان کوي چې اصلیت یې د لیتوانیا دی. د کانټ مور او پلار ۹ بچیان لرل او خپله یې څلورم اولاد وو. کورنۍ یې عیسویان وو او په پیل کې یې نوم (Emanuel) پرې ایښی خو وروسته یې خپل نوم (Immanuel) ته بدل کړ. کانټ پ...
Jacques-René Hébert

Jacques-René Hébert

ټولې لیکنې
د ۱۷۵۷ کال، د نومبر په ۱۵ نېټه، د فرانسې په الانسو کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه، په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې جورنالست او د (Le Père Duchesne ) افراطي ورځپاڼه تاسیس کوونکی وو. د (Hébertists) سیاسي ډلې مشر کومې چې زرګونه افراطي پلویان لرل. ډېر خلک یې د خپلې ورځپاڼې (Le Père Duchesne) په نامه یادوي.   په بورژوا کورنۍ کې زېږېدلی وو، په کال ۱۷۸۰ کې پاریس ته راغی او لس کاله ژوند یې په غربت کې تېر کړل. په کال ۱۷۸۹ چې کله د فرانسې انقلاب ته لمن ووهل شوه نو جک یې په ډېره زیاته علاقمندۍ سره استقبال وکړ. په کال ۱۷۹۰ کې یې په لیکنو پیل وکړ لمړۍ لیکنې یې سیاسي خندونکي طنزونه وو. ورځپاڼه یې په لمړي ځل د ۱۷۹۰ په نومبر کې راڅرګنده شوه او ډېره ژر د فرانسې د انقلاب بریالۍ ورځپاڼه شوه. په خپلې ورځپاڼې کې یې ډېر تمرکز پر اشرافو او د اشرافو پر حکومت کړی ...
Share
Hide Buttons