
Alessandro Volta – الېسندرو ولتا
د ۱۷۴۵ کال، د فیبرورۍ په ۱۸ نېټه، د میلان په ډچي کې زېږېدلی او د ۸۲ کلنۍ په عمر د ۱۸۲۷ کال، د مارچ میاشتې په ۵ نېټه، د اتریش دامپراتورۍ د لومبارډي وېنېسیا په کومو کې مړ شوی. د ایټالیا فزیک پوه، کیمیا پوه او د ځواک او برېښنا مخکښ وو. د برېښنایي حجرې مخترع او د میتان، ولټ، ولټېج، ولټ متر کشف کوونکی دی. د خپلو چارو له امله یې درې جایزې هم ګټلي. د برېښنایي بالتۍ اختراع او د میتان کشف له امله یې نړیوال شهرت ومونده. په کال ۱۷۹۹ کې یې ولټایک پایل (لمړنۍ برېښنایي بالتۍ) اختراع کړې او د خپلو چارو پایله یې په ۱۸۰۰ کال کې د رویال ټولنې ریس ته په دوه لیکونو کې واستوله. په خپلې اختراع ولټا دا ثابته کړه چې برېښنا په کیمیاوي توګه هم تولیدیدای شي او په دې چارې سره یې هغه دودیزه تیوري منسوخه کړه چې ګمان کېده یوازې ژوندي برېښنا تولیدوي. د ولټا له اختراع وروسته نورو ساینس پوهانو هم هڅې پیل کړې چې ورته تجربې ...