
Charles Lavigerie – چارلز لاویجري
د ۱۸۲۵کال، د اکتوبر په ۳۱ نېټه، د فرانسې په بایون سیمه کې زېږېدلی او ۱۸۹۲ کال، د نومبر په ۲۶ نېټه، د الجیریا په الجیر کې مړ شوی. د فرانسې کاردینال او او د کارتاج او الجیر ارکيبي شاپ وو. د عیسویت د کتولیک ډلې روحاني وو او په فرانسه کې یې د ارکیبي شاپ مذهبي مقام لره. چارلز لاویجري فرانسوی کتولیک ماموریت تاسیس کړ تر څو په ټوله افریقا کې عیسویت ته کار وکړي. د شمالي افریقا او د افریقا سوېل کې یې تور پوسته عیسویت ته را وبلل. پخوا اروپایانو افریقایان غلامان کول او دوي به یې پلورل د لاویجري دوېمه چاره د غلامۍ ضد کلکه مبارزه وه. په افریقا کې یې د عیسویت تبلیغ کوونکو ته (white father) مقام تاسیس کړ. په درېم ګام کې یې د عیسویت نور مامورین سوډان، سهارا، تونس او تریپولیتانیا ته ولیږل. په اروپا کې یې د هڅو ملاتړ د کتولیک عیسویانو پاپ او د جرمني سیاست پوه اوتو ون بیسمارک کوه. په ورته وخت کې د فرانسې حکوم...