
په کار ځای کې په ځان باور
داسې نه چې ځینې کسان په ځان باور لري او ځینې یې نه لري بلکې ټول خلک په ځان باندې له باور لرلو سره زېږېدلي. صرف دومره ده چې کوم خلک په ځان باور لرل کار ځای کې وکاروي تر نورو یې کاري تولید زیات وي. سره له دې چې زمونږ جنتیک زمونږ په ظرفیت کې رول لري خو بل فکتور یې دا هم دی چې ولې او کله په ځان د باور لرلو کچه کې توپیر رامنځته کیږي او څرنګه یې د کمېدو په صورت کې بېرته زیات کړو. کوم خلک چې په ځان باور لري نو دا وړتیا یې هم ورسره زده کړې وي چې په ځان د شک کولو احساس کنټرول کړي او د هرې ورځې په اوږدو کې په خپل ځان د باور کچه لوړه وساتي. دا ډول خلک چې د هر سکتور، په هر رول او هر مقام کې وي تر نورو زیاته لاسته راوړنه لري.
په ځان باور څه ته وایي ؟
په هر ډول حالت کې په ځان تکیه کولو ته په ځان باور وایي. ته څوک یې، ته څه کوې او ته څه وړتیاوې لرې یو چلند او احساس دی او په ځان د باور لرلو لپاره پرې پو...