
Japanese Brown – د جاپان نسواري غوییز
په جاپانۍ ژبه کې یې نوم (褐毛和種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان ساتل کېدونکی نسل دی. جاپان ټول ۶ د غوییزو نسلونه لري. څلور نسلونو ته یې واګیو نوم اخلي او له څلورو یې یو نسل د جاپان نسواري غوییز دي. او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان بې ښکرو غوییز او د جاپان لنډ ښکري غوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول.د جاپان د نسواري غوییزو نسل له سیمنټال او د کوریا له وانو نسل اغیزمن دی. د جاپان په کوچي سیمه کې یې رنګ سور رنګه نسواري او په کوماموتو سیمه کې روښانه نسواري دی.
مخینه
د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غویی...