
اغیزمنې خبرې اترې او ډاکټر
۱ - ستا او د بل کس ترمنځ لفظي، غیرې لفظي خبرو، د غږ څرنګوالي، د مخ څرنګوالي، اشارو، د بدن فزیکي ژبې او فعل او انفعال ته وایي.
۲ - لفظي خبرې مختلف ډوله اورېدونکو ته په روښانه توګه د خپل نظر د بیانولو وړتیا لرلول ته وایي.
۳ - غیرې لفظي خبرې د مخ په څرنګوالي، اشارو، د غږ په څرنګوالي، د سمبولو ا انځورونو په ښودلو د خبرو د بیان د ځواکمنولو وړتیا ته وایي.
۴ - د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې باید په خپلو احساساتو، سټرس، تعصب، دفاعي حالت اختیار کولو برلاسي شئ تر څو متقابل پوهاوی رامنځته کړل شي.
په طب کې خبرې اترې :
- د تشخیص تشرېح کول، تفتیش یا پلټنه او درملنه
- په پرېکړې کولو کې د ناروغ شاملول
- د ناروغ له خپلوانو سره په ځینې حالتونو کې خبرې کول
- د طب اړوند له نورو مسلکي کسانو سره خبرې کول
- د عملیات او ورته پروسیجر په اړه د ناروغ هوکړه یا رضایت ترلاسه کول
- که ناروغ تشویش لري او یا د ن...