Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
د یوې چارې لپاره انګېزه ورکول

د یوې چارې لپاره انګېزه ورکول

اروا پوهنه
که مو دنده یا رول د بل تشویقول یا انګېزه ورکول وي، لارښونه ورته کول وي نو تشویقونکی پیغام جوړول زده کړئ. ځینې خلک په طبیعي توګه د تشویقولو وړتیا لري خو نور یې بیا د اړتیا له مخې زده کوي. ۱ - لمړی یې د پام جلبولو یا ځانته راګرځولو هڅه وکړئ. داسې کیسې یا جمله باندې خبرې پیل کړئ چې نور تشویقوي، داسې څه ورته ووایئ چې اورېدونکو ته نوي وي. ۲- اړتیا ته یې پام راوګرځوئ. په لنډه توګه خپل اورېدونکي ته هغه لاملونه ووایه د کومو له مخې چې ته فکر کوې چې اوسنی حالت د منلول وړ نه دی، هغه څه ورته بیان کړئ چې بدلون پکې اړتیا ده. هغه پایلې ور په ګوته کړئ چې که چېرې بدلون را نه وستل شي نو څه پېښیږي، دا ورته بیان کړئ چې که چېرې بدلون رانه وستل شي نو په اورېدونکو به یې اغیز څه وي. ۳ - دا ورته وایئ چې تاسې به یې اړتیا څرنګه په اغیزمنه توګه پوره کړئ. کله مو چې ستونزه ور په ګوته کړه نو اوس یې حل لار څه ده ؟ کوم...
داسې پوښتنه کول چې پایله او ځواب ترلاسه کوي

داسې پوښتنه کول چې پایله او ځواب ترلاسه کوي

اروا پوهنه
که چېرې ته غواړې چې په چټکۍ سره له مالوماتو پرده لرې کړې او ځان پرې پوه کړې نو پوښتنه وکړه خو له بده مرغه تل تاسې له مقابل لوري روښانه ځواب نه ترلاسه کوئ. همداسې تاسې دا حق نه لرئ چې بل ځواب ویلو ته په زوره اړ کړئ خو تاسې دا وړتیا ځان کې اضافه کولای شئ چې په داسې طریقه پوښتنه وکړئ کومه چې یوه پایله او ځواب ترلاسه کولای شي. ۱ - د ځواب ویونکي لور ته د پوښتنې لپاره په داسې طریقه ورشئ چې وخت، ځای، د خبرو انداز او د خبرو لپاره کارېدلې ژبه مو مناسب وي. د هیچا نه خوښیږي چې د اړین سوال لپاره یو ناڅاپه راڅرګند شې او پوښتنه وکړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې نا څاپه له خپل مدیر د معاش او ترویج په اړه پوښتنه وکړئ نو مالومات به مو نه وي تر لاسه کړي خو که چېرې یې مناسب ځای او وخت کې ووینئ او په مناسبې ژبې کارولو یې ور یاده کړئ ممکن ځواب کې مالومات ترلاسه کړئ. ۲ - داسې پوښتنه مه کوئ چې ځواب یې "هو" یا...
زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

اروا پوهنه
هر کس غواړي چې هېڅ ځای کې غلط ونه اوسي، هر کس خپل نظر لري، دا اړینه ده چې تاسې خپل زهن په دې پوه کړئ چې تاسې په ریښتیا پوهیږئ او که فکر کوئ چې پوه یاستئ. کله چې یو انسان زهن کې د خپل نظر تصدیق کول په نورو تپل غواړي نو فکر کوي چې پوهیږي او په دې چلند دوه چارې کول غواړي لمړی دا چې امتیاز ترلاسه کول غواړي، یا د بل غلط ثابتول غواړي. ډېری خلک دا چلند له ۲۰ کلنۍ پس بدلوي او خپل زهن ته وده ورکوي خو ځینې وروسته پاتې ملتونو کې بیا د ملتونو ډېری وګړي هماغسې لوی ماشومان پاتې کیږي او دا لوی ماشومان تر هر چا پوه او په هر څه پوه وي. لویو ماشومانو ته که تاسې په پوهه یو څه ثابت کړئ دوي خپل زهن کې فکر کوي چې لویه ماته یې وخوړه او د دې احساس نه لرلو لپاره تر هغو مقابل لوري سره سر تمبګي کوي تر څو یې چې هغه دې ته نه وي راوستی چې له خپلې پوهې تېر شي او لوی ماشوم ته ووایي چې ته په سمه یې. دا خلک د بحث پر وخت پ...
د مړه کېدو علایم

د مړه کېدو علایم

لیکنې
څرنګه تاسې کولای شې چې د یو کس د مړینې په اړه تاسې له ۱۴ تر ۳ ورځو پورې مخکې وړاندوینه وکړئ ؟ کله چې انسان نن یا سبا مړ کیږي نو له علایمو ډاکټران پوهیږي چې ناروغ څو ساعتونو کې خپله ساه ورکوي. ۱ - تر ټولو لمړی یې سا اخیستلو کې توپیر رامنځته کیږي. په خوله کې یې اوبه زیاتیږي خو تېرولی یې نشي له همدې امله یې ساه اخیستنه کې غر غرهاری زیاتیږي. سا اخیستنه یې ډېره ژوره او کله نا کله له وقفې سره مل وي. ۲ - خالي ادرار یې ډېر کمیږي او یا بندیږي. همداسې غایطه مواد نور نه کوي. د هاضمې سیستم یې کار پرېږدي. ۳ - په پوستکي یې کې خړ رنګه شینوالی، سپین رنګه زېړوالی پیدا کیږي. ۴ - زهني ګډوډي بیانوي، عجیبې غریبې خبرې کوي. ۵ - ډېری وخت شدید درد احساس کوي او د درد نښې او علایم ښکاروي ۶ - خوړو او څښاک کې یې کموالی راځي او کله نا کله موقتا نا څاپه خوراک کوي، خواږه خواړه کله نا کله خوښوي، له اوبو داسې خوند اخ...
د قاموس پراخول

د قاموس پراخول

اروا پوهنه
که چېرې د خبرو لپاره د قاموس پر پراختیا کار وکړئ نو په ټولنه کې د ډېرو خلکو قضاوت به ستاسې ملاتړ وي. د ډېرو لغتونو په مانا او تعریف پوهېدل تاسې کې د پوهې او زیرکتیا کچه زیاتوي. که چېرې یو کس د پېچلو لغتونو په مانا او کارونه پوه وي نو په شخصي او مسلکي توګه په ګټه کې دی. په زیاتو لغاتونو باندې پوهېدل لویه شتمنۍ ده. د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې پېچلي قاموس باندې پوهېدو ته اړتیا لرئ، همداسې د بریا لپاره اغیزمنو خبرو اترو ته اړتیا لرئ. څومره چې قاموس ځواکمن وي همدومره تاسې نظرونه جوړولای او ښه بیانولای شئ. د خلکو له لوري په نوي بیان شوي منطق او فکرونو په اسانۍ پوهېدلای شئ. له پېچلو سرچینو به مالومات په اسانۍ ترلاسه کولای شئ. په ځان کې به د مسلکي او شخصي وړتیاو اضافه کولای شئ. که چېرې له پېچلي قاموس سره بلدتیا ولرئ نو د مطالعې له لارې تاسې خپلې زدکړې د هغو کسانو په پرتله ډېرې ژر او په اسان...
ټول د احترام حق لري

ټول د احترام حق لري

اروا پوهنه
ټول انسانان د سیاسي او د ټولنیزو ستونزو په اړه خپل جلا نظر لري خو په ورته وخت کې ټول بیا یو شریک نظر لري هغه دا چې هر انسان د احترام حق لري. یو ښه وینا کوونکی هېڅکله د یو کس یا یوې ستونزې له امله د ټول ګروپ، قوم یا د خلکو د ډلې په اړه عامه قضاوت نه کوي. همداسې د خلکو د ځانګړنو له امله د چا په اړه قضاوت نه کوي. همداسې د یو کس له ځانګړنو فرضیې نه جوړوي، مطلب دا چې که د یوې ډلې یو کس ناسمه چاره کړې وي تل د هغو خلکو په اړه فرضیې جوړې کړي. ښه وینا کوونکی توپیرونو ته ارزښت ورکوي او په دې اند وي چې توپیرونه یوه ښکلا ده. نړیوالتوب دې ته لار هواره کړه چې د مختلفو کلتورونو، پوهې او سیمو خلک خپله کې ګډ کار وکړي او د توپیرونو په اړه پوهه ترلاسه کړي او یو بل ته احترام ولري، له توپیرونو ټولنه جوړه کړي. په ۲۱ پېړۍ کې دا وړتیا ډېره زیاته اړینه ده تر څو له توپیر لرونکو خلکو سره همغږې اړیکې پرې جوړې کړای ش...
په خبرو اترو کې نا ارامه کوونکي عادتونه

په خبرو اترو کې نا ارامه کوونکي عادتونه

اروا پوهنه
په خبرو اترو کې ترټولو لوی نا ارامه کوونکی عادت د بل خبرو کې ور لوېدل او مزاحمت کول دي. که چېرې تاسې د بل د خبرو د مزاحمت په اړه پوهه ولرئ نو د دې وړتیا پیدا کوئ چې د خبرو پر مهال هغومره واټن ورکړئ کوم ته چې اړتیا لري او د مزاحمت کولو مخنیوی وکړئ که چېرې تاسې د تودو خبرو په بحث کې ګډون کړی وي او یو نظر مو احساسات وپاروي نو ډېر امکان لري چې سملاسي د بل خبرو کې ورټوپ کړئ او د صبر کاسه مو نسکوره شي. د خبرو اترو د وړتیا ننګونه او درس په همدې ټکي کې پروت دی. که ستا نظر ډېر ښکلی او سم هم وي د بل په خبرو کې لوېدل ستاسې مقابل لوری ډېر نا ارامه کولای شي. د نورو خبرو کې لوېدل بل ته دا پیغام ورکوي چې ته په دې اند یې چې ستا خبرې او نظر تر نورو غوره دي. د نورو خبرو کې لوېدل بل ته داسې احساس ورکوي چې تاسې احترام نه ورته لرئ. همداسې که چېرې ته خپل ځان، خپلو خبرو او خپل نظر ته احترام لرې نو داسې وخت ک...
په خبرو اترو کې اړینو ټکو ته پام

په خبرو اترو کې اړینو ټکو ته پام

اروا پوهنه
کله مو داسې کس سر خبرې کړي چې خپله ستاسې مخ کې ناست وي خو زهن یې دلته نه وي او ستاسو خبرو ته یې پام نه وي. مخکې تر دې چې چا ته د ځواب ویلو د زده کولو په اړ فکر وکړئ لمړی په ټول پام سره د غوږ ایښودنې طریقه زده کړئ. ځینې کسان چې کله چپ وي او مقابل لوری خبرې کوي نو د غوږ ایښودلو په ځای زهن کې ځواب چمتو کوي، یاده چاره لویه تېروتنه ده. بل ته غوږ ایښودنه بل ته د خپل نظر او فکر د بیان لپاره وخت ورکول دي، همداسې یوازې د بل غږ اورېدل نه دي بلکې خپل ځان کې هم بدلون راوستل دي. که چېرې مو د اورېدونکي زهن ستاسې د خبرو وخت کې، بل چېرې چکر وهه نو غسه مه کوئ بلکې چپتیا غوره کړئ. ۱ - کله هم چې تاسې بل ته غوږ ږدئ د خبرو له ادامې سره د موافقې لپاره سر وخوځوئ، غږ لکه امهه، هو، زه وینم، زه پوهېږم وکاروئ. د اړتیا وخت کې چپتیا غوره کړئ. ۲ - که چېرې یو کس غسه وي، خپه وي او یا په یوې ستونزې خبرې کول غواړي نو تر ...
د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

اروا پوهنه
د خبرو اترو وړتیا لرل تاسې کې هره ورځ د پوهې د زیاتېدو لامل کیږي، د نورو پېژندلو کې تاسې سره مرسته کوي، د همکارانو ترمنځ مناسبې مسلکي اړیکې جوړوي. د اړیکې جوړونې او ساتنې لپاره خبرې اترې تر ټولو اړینې دي. له کورنۍ او همکارانو سره د باور فضا او د باور وړ اړیکې رامنځته کوي. خبرې کول د خبرو اترو تر ټولو عامه طریقه ګڼل کیږي خو د خبرو اترو لویه برخه بې غږه وي د بېلګې په توګه په مخ اشاره، مسکا، د غږ څرنګوالی، د وږو پورته کول، د سر خوځول، د لاسونو ښورول، لاسونه تخرګونو کې نیول، پښې د یو بل له پاسه کېښودل له خبرو زیات څه وایي. یاد هر یو یې یوه وینا او غبرګون دی او په اړه یې پوهاوی او کارول یې د خبرو اترو وړتیا زده کول دي. که چېرې یادو ته پام ونشي او یا هم له سترګو پنا وي نو خبرې اترې کول په ستونزمنې چارې بدلیږي د بېلګې په توګه ټیلیفون او یا ایمیل کې خبرې اترې. لاندې د خبرو اترو د طریقو لنډیز ته ...
اغیزمنې خبرې اترې یوه اړتیا ده

اغیزمنې خبرې اترې یوه اړتیا ده

اروا پوهنه
اغیزمنې خبرې اترې داسې ابزار دي کوم چې اړیکه جوړوي او داړیکې ساتنه کوي. بهیرونه یې له بې شمېره برخو جوړ وي او ټولې برخې یې اړینې ګڼل کیږي. مناسبې او اغیزمنې خبرې اترې که د وینا له لارې وي یا هم لیکلې بڼه ولري د بریا او مسلکي ودې لپاره ډېرې دروازې پرانیزي. د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا تر ټولو نورو اړینو وړتیاو ډېر اړینه وړتیا ده. خبرې اترې له یو ځای نه بل ځای ته د مالوماتو لېږل دي، دا مالومات ممکن غږیز شکل کې وي او یا ممکن لیکلې بڼه ولري لکه کتاب، مجله، نقشه، ګرافونه، ایمیل او یا ویبپاڼه واوسي. د پیغام د ترلاسه کوونکو په مالوماتو سمه پوهېدنه ستاسې د خبرو اترو له ورتیا سره تړاو لري. اغیزمنې خبرې اترې د دې ترڅنګ چې تاسې ته د مسلکي ودې او بریا دروازې پرانیستلای شي همداسې ښه کاري مخینه یا سي وي مو کولای شي تاسې ته د خپلې خوښې خوښې دنده پیدا کړي، د دندې د ترلاسه کولو لپاره په مرکه کې مرسته درسر...
خبرې اترې څه ته وایي ؟

خبرې اترې څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
خبرې اترې د یو کس یا یوې ډلې له لوري بل کس یا ډلې ته د مانا لېږل دي. مانا څرنګه لېږل کېدای شي ؟ مانا د مخکې له مخکې پېژندل شو سمبولونو او نښو او غږونو په ذریعه لېږل کیږي. خبرې اترې ټول په خپله طریقه کوي لکه ګونګیان په اشارو او ماشومان په ژړا او خندا تر بل پورې خپل پیغام رسوي. اغیزمنې خبرې اترې دې ته وایي چې یو کس یا ډله په روښانه توګه د پوهېدو وړ پیغام بل ته ورسوي کنه تاسې به یو څه ویل غواړئ او مقابل لوري به بله مانا ترې اخیستې وي. لېږونکی : د خبرو اترو پیلونکی وي. د پیغام لېږونکی په دې پوهیږي چې چا ته څه بیانوي او په داسې بڼه کې پیغام لېږي چې نور پرې سم پوهېدلای شي. پیغام ممکن غږیز، ایمیل، لفظي او یا غیرې لفظي وي خو په ټولو حالتونو کې تاسې د پیغام چوکاټ ته اړتیا لرئ تر څو تر لاسه کوونکی پرې پوه شي. ترلاسه کوونکی : ممکن یو کس یا ډله وي. دا اړینه ده چې پیغام په ټول پام سره واوري یا ولولي....
د نیوکې فکر ته لنډه کتنه

د نیوکې فکر ته لنډه کتنه

اروا پوهنه
د نیوکې فکر د نظرونو موندلو کې مرسته کوي. د نیوکې فکر په ورته وخت کې چلند او وړتیا ده. د نیوکې د فکر چلند کې دا شامل وي چې د هر نظر په اړه پوښتنې وشي، د نیوکې د فکر وړتیا کې دا شامل دي چې بیان شوی نظر په روښانه توګه تعریف کړل شي، هغه شواهد وښي کوم چې د یاد نظر ملاتړ کوي، پلي کوونه یې تشرېح کوي او د پلي کېدو پایله یې په ګوته کوي. - د نیوکې پوښتنې طرحه کول یا جوړول : پوښتنه مو باید مالومه وي او داسې څه وي په کوم چې تاسې پوهېدل غواړئ. - لرلید : لرلید مو د نظر له هر اړخ څخه جوړ کړئ، ځان کې دا وړتیا پیدا کړئ چې خپل لرلید مو په روښانه توګه بیان کړای شئ. د مالوماتو په اړه پوهه : د نظر په اړه د شواهدو او هغو مالوماتو ازموینه وکړئ کوم چې د نظر ملاتړ کوي، تر څو په دې پوه شئ چې تر کومې کچې د اعتبار وړ او د پلي کولو له بهیر سره برابر دي. - څېړنه او پایله : د نظر د جوړښت د اجزاو ازموینه کول، په دې ...
د اغیزمنو خبرو اترو لپاره اړین ټکي

د اغیزمنو خبرو اترو لپاره اړین ټکي

اروا پوهنه
- د فعالې غوږ اېښودنې طریقه زده کول - هغه خنډونه پېژندل کوم چې بل ته د مناسب پیغام رسولو مخ کې خنډ وي لکه د دوه کسانو کلتوري توپیر - نورو ته د غبرګون ښودلو لپاره اصطلاح ګانې زده کول، د ستراتیژي د بیان لپاره لغات زده کول - د کولو او نه کولو د امر لپاره مناسبه ژبه زده کول - څه مو چې اورېدلي وي په یاد کې ساتل او د ځواب په وخت کې یې اړینه برخه بیا ځلې ویل د خبرو اترو خنډونه لاندې یاد شوي - د خبرو له پای مخکې، د مالوماتو له ترلاسه کولو مخکې پایلې ته ټوپ کول او بیانول - د مقابل لوري د خبرو منځ کې د خبرو ځواب ویل - د غوږ اېښودلو پر ځای د بل د خبرو پر وخت بحث کول - د اتهام ویره - د خپلو احساساتو د بیان پر مهال ځان نا ارامه احساس کول - د اورېدونکي له لوري ستاسې د پیغام ناسم تعبیر - د څه په اړه چې خبرې کوئ د موضوع په اړه کم پوهاوی - د فزیکي ژبې چلند یا د بدن ناسم خوځښت، په لاسونو، مخ، پ...
Pasiega – پاسي اېګا غوییز

Pasiega – پاسي اېګا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې، د هسپانیا د خودمختاره کانتابریا ولایت کې، د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د غوییزو نسل دی. نوم یې سیمه کې د پاس په نامه له سیند څخه اخیستل شوی. د بدن د رنګ له امله یې د روجا پاسي اېګا او روجینا نومونه هم ورته اخلي. مخکې ګمان کېده چې د پاسي اېګا نسل ټول غوییز له منځه تللي خو د شلمې پېړۍ پای کې یې یوه پاده له بزګرو سره وموندل شوه. په ۲۰۰۷ کال کې په رسمي توګه پخلی وشو چې پاسي اېګا نسل دی. له شیدو څخه یې سیمه کې پنیر جوړیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۳ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۳۳۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي....
Palmera cattle – پالمېرا غوییز

Palmera cattle – پالمېرا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا د خودمختاره کنري ټاپو د غوییزو نسل دی. غوییز یادې سیمې ته اروپایانو په پنځمه پېړۍ کې انتقال کړي. د نسل رامنځته کولو کې یې د ګالیسیا سیمې ګالیګا روبیا نسل کارېدلی دی. نسل یې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدلای شي خو په ۲۱ پېړۍ کې یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي ؛ ځینې شوقیان یې په سیمه کې د نندارې لپاره او ځینې د درندې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره چمتو کوي. یاد سپورت ته په سیمه کې (arrastre de piedra) نوم اخلي. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۲۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي....
Pajuna cattle – پاجونا

Pajuna cattle – پاجونا

د غوییزو نسلونه
په هسپانوي کې یې تلفظ "پاخونا" دی. په هسپانیا کې د ګراناډا (اندالوزیا) سیمې د غوییزو نسل دی. په تنه کې اوروکس غوییزو ته ورته والی لري. اوروکس د غوییزو د نسلونو وحشي پلرونه دي کوم چې اوسمهال کې له منځه تللي. له ۱۹۵۰ را په دیخوا له ریټینټا، مورسیانا او ځینې نورو نسلونو سره دوه رګه شوي او له همدې امله پکې خپلې لمړنۍ ځانګړنې (لکه عضلاتي جوړښت، د بدن رنګ او لوړ قد) له منځه تللي. ځینې دوه رګه شوي یې اوس هم اوروکس وحشي غوییزو ته ورته والی لري. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلوګرامه او د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي ښکرونه یې مخکې لور ته وده کوي. د غویي رنګ یې له تېز نسواري تر تور پورې وي، د غوا رنګ یې روښانه سور رنګه نسواري وي. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزه کې نسل په چټکۍ مخ په کمېدو شو او له همدې امله هسپانیا د نسل د ژغورنې چارې پیل کړې. مخکې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو ...
Monchina – مونچینا

Monchina – مونچینا

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې یې نوم (Behi montxina) لیکل کیږي. د هسپانیا د غرنیو غوییزو نسل دی. اصلي ځای یې د هسپانیا د خودمختاره سیمې کانتابریا غرونه دي. له بېټیزو غوییزو سره تړاو لري. نسل یې ډېر کم پاتې دی. په نسل کې د غوښې د کچې زیاتولو لپاره د فرانسې له شارولېز، لیموزین او د هسپانیا د استوریانا درې له غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه کولو یې نسل زیات کړ او په ۱۹۹۰ لسیزه کې دوه سوه غواګانو او څلور سوه غویانو ته یې شمېر لوړ شو.
Applied science – عملي ساینس

Applied science – عملي ساینس

لیکنې
د موجودې ساینسي پوهې استعمال ته وایي تر څو عملي موخې پرې ترلاسه کړي لکه ټکنالوجي او د اختراع لپاره د موجودې ساینسي پوهې کارونه. په طبیعي ساینس کې د ساینس بنسټیزې رشتې هغه بنسټیز مالومات چمتو کوي کوم چې د ممکنه پېښو وړاندوینه کوي. عملي ساینس د ساینسي بهیرونو او ساینسي پوهې کارونه ده تر څو یوه ګټوره پایله پرې ترلاسه شي. په دې کارونه کې د طب او انجنیري په شمول د ساینس پراخې رشتې شاملې دي. عملي ساینس رسمي ساینس هم کارولی شي لکه احصایه، احتمالي نظریه، اپیډیمولوجي. همداسې د جنتیک اپیډیمولوجي یو عملي ساینس دی او دواړه احصایوي او بیولوجیکي طریقې کاروي. عملي څېړنې Applied research عملي څېړنې په عملي توګه د ساینس کارونه ده. په عملي څېړنو کې د ځانګړي ایالت، سوداګرۍ او یا د پېرودونکو لپاره د نظریاتو، پوهې، طریقو او تخنیکونو ته لاسرسی او راغونډونه کیږي. عملي څېړنې د کره څېړنو (بنسټیزو څېړنو) متضاد ...
Security – امنیت

Security – امنیت

لیکنې
د نورو لخوا له احتمالي زیان څخه په امن یا امان کې پاتې کېدنې، له احتمالي زیان او د نا غوښتل شوي اجباري بدلون سره مقاومت ته امنیت وایي. دا ناغوښتل شوی اجباري بدلون یا ممکن زیان د یو وګړي، ټولنې، توکو، ایکو سیستم او یا کوم بل بنسټ ضد کیدای شي. امنیت له غلیم ځواک څخه ژغورنې ته وایي خو له دې پرته نور تعریفونه هم لري لکه د معیاري ژوند حق لرلو څخه محرومه کېدل، لکه د خوړو امنیت (د خوړو موجودیت او د ترلاسه کولو لپاره یې د هر کس وړتیا)، د ټیلیفون محفوظ لاین، ذهني حالت (اروایي امنیت) او داسې نور... له دې پرته د امنیت اصطلاح هغو کړنو او سیستمونو ته هم کاریږي کوم چې امنیت تامینوي لکه د امنیت کامرې، ساتونکی، امنیتي ځواکونه، له لرې واټن ساتنه، انټرنیټي امنیت ، ... د انګریزۍ ژبې (security) کلیمه د لاتیني ژبې له (securus) کلیمې اخیستل شوې مانا یې " له تشویش ازادي " ده. یو چاپیریال یا زیان اړونکی وي یا ه...
Science – ساینس

Science – ساینس

لیکنې
ساینس کلیمه د لاتیني ژبې له (scientia) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې پوهه ده. ساینس یوه سیستماتیکه پروژه ده کومه چې د کایناتو په اړه د ازموینې وړ تشرېح او وړاندوینو شکل کې پوهه ترتیب کوي او جوړوي. د ساینس تاریخ د بین النهرین او قدیم مصر تمدنونو پورې څارل شوی له زیږیدیز کال څخه تر ۳۵۰۰ کالو وړاندې پورې تاریخ لري د پخوانیو مصریانو او بین النهرین خلکو د طب، ریاضي او ستورپېژندنې په اړه پوهه د پخواني یونان طبیعي فلسفې ته داخله شوه او یادې فلسفې ته یې ځانګړی شکل ورکړ. په دې فلسفه کې د مصریانو د پوهې تر ګډېدو مخکې هم هڅې شوې وې چې د طبیعي پېښو پر بنسټ د فزیکي نړۍ پېښو ته تشرېح چمتو کړي. کله چې د روم لویدیځه امپراتوري نسکوره شوه نو په لویدیځه اروپا کې د یوناني پوهې کارېدنه هم بس کړل شوه خو مسلمانانو یې کارونې ته ادامه ورکړه. د لسمې او دیارلسمې پېړۍ تر منځ د مسلمانانو تازه څېړنو او د یونان د پوهې را...