Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
د مثبت فکر ګټې

د مثبت فکر ګټې

اروا پوهنه
مثبت فکر لوی ځواک دی خو که چېرې مناسب ځای کې، په مناسب وخت کې په سمه توګه وکارول شي. د مثبتې اروا پوهنې او خوشبیني په مناسبه توګه کارول یو هنر دی او هر انسان یې زده کولای شي. کومې ستونزې چې د مثبتې اروا پوهنې چار چاپېره حل شوي د خلکو پام یې خپل کړی دی خو په ورته وخت کې یې د خلکو لخوا ناسم تعبیر خلک ناسم لوري ته هم هدایت کړي. د ارسطو لپاره خوښي د انسان د وجود تر ټولو وروستی هدف دی کومه چې د یو کس د ژوند په اوږدو کې په نیک فضلیت ترلاسه کیږي. له ارسطو لسګونه پېړۍ وروسته مسلو د خپلې تیوري په غونډۍ ته ورته اهرام کې د انسان اړتیاوې نورې هم پېچلې یادې کړي، په دې اهرام کې د انسان پېچلې غوښتنې احساساتي اړتیاوې ترلاسه کول، کرامت او وقار، په خپله د بریا په لور د ګام اخیستو وړتیا لرل، د اروایي اړتیاو لاسته راوړل او خوندي چاپېریال دي. د مسلو په تیوري کې ټول یاد شوي په ښه فضیلیت یا مثبت فکر ترلاسه کېدا...
په خپلې وړتیا شک

په خپلې وړتیا شک

اروا پوهنه
په ځان شک کول د انساني طبیعت یوه برخه ده خو که چېرې بې کچې زیات وي نو هغه وړتیاوې مو له منځه وړي کومې چې تاسې د موخې لاسته راوړنو لپاره کاروئ. له دې پرته په اړیکو (له مېرمن یا مېړه سره اړیکې، له ملګرو سره اړیکې، له کورنۍ سره اړیکې، له همکارانو سره اړیکې، له ګاونډیانو سره اړیکې) له منځه وړي، په هر ډول فعالیت (په کار ځای کې فعالیت، د کور مدیریت، سپورت او تفریح) اغیز لري. په ځان شک ستاسې هره کړنه کې ځای نیسي او غیرې اړینه نا ارامتیا درکې پیدا کوي، تاسې کې زهني او فزیکي کړاو رامنځته کوي او دې ته مو اړ کوي چې د هر څه له کولو ډډه وکړئ. که چېرې مونږ په دې پوه شو چې شک مو په مزاج، کړنو، داخل کې احساس او انګېزې خپل اغیز لري نو په دې به هم ورسره پوه شو چې شک له تاسې څخه داسې کس جوړوي کوم چې د ځان تر ټولو لوی دښمن وي. شک کوم حقیقت نه دی بلکې په بدن کې ناسمه خبرتیا ده کومه چې مونږ پېژندلی او لرې کولا...
مثبت فکر خپل فکر په کړنو بدلول دي

مثبت فکر خپل فکر په کړنو بدلول دي

اروا پوهنه
په ډېرو کتابونو کې ممکن تاسې دا لیدلي وي چې مثبت فکر لرل ښې پېښې رامنځته کوي او مثبت فکر کوونکي ښه روغتیا لري، ډېر فعاله وي او تولید یې تر نورو زیات وي. چارلي چاپلین وایي چې : "که تاسې لاندې ګورئ نو د بوډۍ ټال یا زرغونه به هېڅکله پیدا نه کړئ." په خوشبیني باور کول په یو ساده نظر بدل شوي، په دې مانا چې راتلونکې ته په کتو حال کې مونږ غوره کړنې ترسره کولای شو. ممکن دا وینا مو زیاتو ځایونو کې ترسترګو شوې وي هیله یې وکړه، د کولو هڅه یې وکړه او ترسره یې کړه. ځینې کلتورونه هم په پراخه کچه ترې اغیزمن دي د بېلګې په توګه که چېرې له یوه امریکايي پوښتنه وکړې چې څرنګه یې ؟ ښه یې ؟ که هغه څومره لویو ستونزو کې وي تاسې ته وایي هو ښه یم. خو برعکس که چېرې یوه جرمني څخه همدا پوښتنه وکړې نو ممکن د هغه ځواب ډېر توپیر ولري، ممکن لمړی تاسې ته ووایي چې کور کې مې پیشو ناروغه ده ډاکټر ته مې بیولې وه او د ناروغۍ ل...
د ستونزو حل څه ته وایي ؟

د ستونزو حل څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
د ژوند په اوږدو کې هر انسان له ستونزو سره مخ کیږي او دې ته اړ کیږي چې ستونزې هوارې کړي. ډېری خلک ګمان کوي چې یو مدیر او ناظر د ستونزو حل کې مخکښ وي خو دا ریښتیا نه دي. هر انسان د مدیر په څېر ژوند کې له مختلف ډوله ستونزو سره مخ کیږي او هر یو د خپلې پوهې او تجربې له مخې حل لار لټوي او ستونزې حل کوي. د بېلګې په توګه یو پلار د کورنۍ د اړتیا لپاره نوملړ جوړوي که چېرې د نوملړ د پېرلو لپاره پیسې ورسره کمې شي نو ګټلو ته یې مخ کوي. ستونزو سره مخ کېدل او حل کول یې یوازې له انسانانو سره تړاو نه لري بلکې د ژوندیو ډېری ډولونه له ستونزو سره مخ کیږي او ستونزې هواروي. د شمال قطب کې هوا دومره سړه ده چې ډېر کم وخت ژوند سره انسان پکې مخ کیږي خو په دې سړو کې پیشوګانې ژوند کوي او کله چې ژمی وي تقریبا د ځمکې ټوله سطحه واورې پوښلې وي خو یادې پیشو ګانې هغه ټولې ستونزې هواروي له کومو سره چې ژمي کې مخ وي. په دې سړ...
مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

اروا پوهنه
لاندې یاد شوي تاسې کې د مثبت فکر وړتیا اضافه کوي : _ په مناسبې طریقې د نه ویلو زده کول یا هم د نه ویلو لپاره مناسبه تشریح زده کول - له یوازې کار کولو ډډه کول او له نورو سره په ګډه د کار زده کول - سهار وخته قدم وهل - په ژوند کې د کړنو داسې نوملړ جوړول کوم کې چې لمړیتوبونه په ګوته شوي وي - کړنې، توکي، مالومات او هر څه مو ډلبندي کړئ او ګډ وډ یې مه پرېږدئ - لمړی مو چارې وټاکئ او بیا زهن او فزیک دواړه ورته چمتو کړئ - له بې موخې چارو ډډه وکړئ او تر چارو مخکې موخه او د ترلاسه کولولپاره یې وخت وټاکئ - خپله ورځ مو ساده کړئ او زهن مو پېچلتیا کې مه ستړی کوئ - د خلاقیت په وړتیا مو کار وکړئ تر څو مو خلاق چلند له تکراري کړنو راوګرځوي - که چېرته له ماتې سره مخ شوئ نو د سمون لپاره کار وکړئ او له بهانو او د خلکو، توکو له ملامتیا ډډه وکړئ - د موخې په لور لار کې له ځانځانیتوب او بې ځاني خنډ مه جوړ...
Heck cattle – هېک غوییز

Heck cattle – هېک غوییز

د غوییزو نسلونه
په (Munich-Berlin) نوم هم یادیږي. په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۲۰ لسیزه کې (Heinz and Lutz Heck) پیل کړې وې. د نسل اخیستنې موخه یې د اوروکس غوییزو بیا رامنځته کول وو. د نسل اخیستنې د پروګرام په اړه یې مختلف ډوله جنجالي نظرونه موجود دي ځکه چې د هېک او اوروکس غوییزو د تنې په جوړښت، قد او د تنې په تناسب کې لوی توپیر دی. همداسې د اوروکس په نامه د غوییزو وحشي پلرونو ته ورته نور نسلونه هم شته کوم چې د هېک په پرتله زیات ورته والی ورسره لري. مخینه په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزه کې جرمنیانو هڅه وکړه چې د غوییزو داسې نسل واخلي کوم چې لس زره کاله پخوانيو د غوییزو پلرونو اوروکس ډول ته ورته اوسي. یاده چاره په مستقله توګه د (Heinz and Lutz Heck) په نامه ورونو پیل کړه. په دې وخت کې ډېری خلکو فکر کوه چې اوروکس د اروپا د بیسون غوییزو په څېر وو خو په حقیقت کې دواړه جلا ډولونه ...
د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې

د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې

اروا پوهنه
مثبت فکر داسې ځواکمن ابزار دي کوم چې د روغتیا په ښه کولو او ساتلو کې ونډه لري، د سټرس په مدیریت کې مرسته کوي، تاسې سره مرسته کوي چې په ننګونو برلاسي شئ او خوښې مو ښې او مناسبي وي. هر انسان کولای شي چې د مثبت فکر وړتیا په ځان کې اضافه کړي. د مثبت فکر په ذریعه تاسې خپل احساسات او کړنې دواړه په خپل فکر کنټرول کولای او مدیریت کولای شئ. د مثبت فکر پیل تل له خپل ځان سره له مثبتو خبرو کیږي او د همدې خبرو له لارې تاسې د یو حالت او یا ځان او یا کوم بل کس په اړه مثبت فکر تولیدوئ. ۱ - خپل چار چاپېره د مثبت فکر خلک خپل ژوند کې ولرئ : مثبت فکر او منفي فکر ډېر بې کچې زیات ساري او یا بل ته سرایت کوونکی وي، د مثبت فکر لرونکی کس کولای شي ټوله کوټه روښانه، په مثبتو څپو او په انرژي ډکه کړي. که چېرې تاسې خپل ژوند کې مثبت خلک له ځان سره ولرئ نو خپلې موخې ته رسېدو کې مو مرسته کولای شي او خپل ځانته د احترام کچه...
Hays Converter – بدلونکی هېز

Hays Converter – بدلونکی هېز

د غوییزو نسلونه
د کاناډا په البېرټا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نوم یې د هاري هېز له نوم څخه اخیستل شوی څوک چې سیاست پوه او بزګر وو. د نسل په اخیستلو یې چارې په ۱۹۵۹کې پیل شوې او په ۱۹۷۵ کې د کاناډا لخوا د غوښې لپاره د نسل په توګه وپېژندل شو. ځانګړنې د غوییزو کلک نسل دی او د کاناډا د البرټا سیمې له خرابې هوا سره د مقاومت وړتیا لري. ځواکمنې پښې لري، د سر، پښو او ګېډې رنګ یې سپین او د نور بدن رنګ یې تور رنګه وي خو کم غوییز یې سور او سپین رنګ کې هم شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۷۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په کم عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي او تر نورو غوییزو ژر خپل نسل زیاتوي. د نسل د ترلاسه کولو لپاره هېز درې نسلونه خپله کې سره دوه رګه کړي : لمړی یې له هولسټاین او هېرفورډ غوییزو نسل اخیستی او بیا یې له دې غوییزو سره د سویس نسواري غوییز دوه رګه کړي. درېواړه نسلونه یې په دې نس...
Harzer Rotvieh – هارزر روټفي غوییز

Harzer Rotvieh – هارزر روټفي غوییز

د غوییزو نسلونه
د جرمني په هارز کې یې نسل اخیستل شوی. مخکې د شیدو، غوښې او کار لپاره ساتل کېدل. د هارزر روټفي مانا "د هارز سره غوییز" ده. نسل یې د جرمني د مرکزي او سوېل سیمې له غوییزو رامنځته شوی د کومو چې مخینه د جرمني د سېلټ سرو غوییزو ته رسیږي، یاد غوییز د هارز له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شوي تر څو داسې کلک نسل رامنځته کړي کوم چې د هارز سیمې له غرني اقلیم سره د مقاومت وړتیا لري. له رامنځته شوي نسل سره په ۱۹۵۰ لسیزه کې د دنمارک د سرو غوییزو غویی دوه رګه شو تر څو د نسل د شیدو کچه پکې زیاته کړي او بیا ورپسې ترې رامنځته شوی نسل له انجلن غوییزو سره دوه رګه شوی. له ۱۹۸۰ کال را په دیخوا د هارز سره غوییز د انجلن غوییزو یو ډول ګڼل کیږي. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې د هارز سرو غوییزو یوه پاده د جرمني لوړو سیمه ته یوړل شوه تر څو یې هلته له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه کړي، پایله کې یې د روټس هوهېنفي نسل یا د غرون...
Hariana cattle – هریانا غوییز

Hariana cattle – هریانا غوییز

د غوییزو نسلونه
په هندي کې یې نوم ( हरियाना ) لیکل کیږي. نسل یې د هند د شمال په هریانا ایالت کې اخیستل شوی. په یوه ورځ کې له لس تر پنځلس لیتره پورې شیدې کوي. خو د هند په شمال کې چې کومې د غوییزو ناروغۍ موجودې دي مقاومت نشي ورسره کولای. د بدن کچه یې له منځنۍ تر غټې تنې پورې وي، سپین رنګ کې یې خړوالی موجود وي. نری اوږد شوی اوربوز او لنډ ښکرونه لري. نسل یې د کار لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې غواګانې د شیدو لپاره هم کاروي.
Hanwoo – د کوریا هانوو غوییز

Hanwoo – د کوریا هانوو غوییز

د غوییزو نسلونه
په کوریایي ژبه کې یې نوم (한우) لیکل کیږي. په (Hanu or Korean Native) نومونو هم یادیږي. په کوریا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. مخکې د کار لپاره ساتل کېدل خو اوس یې نسل یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. په کوریا کې ټول څلور د غوییزو نسلونه اخیستل شوي او له څلورو یې یو نسل دی، د نورو درې نسلونو نومونه یې جېجو غوییز، هوګو غوییز او چیکسو غوییز دي. د غویي وزن یې تر ۴۶۶ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۵۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۲۴ سانتي متره پورې رسېدلای شي. غوا او غویی دواړه یې ښکرونه لري. غواګانې یې د مور کېدنې ښې ځانګړنې لري خو په ۱۷۰ ورځو کې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې یوازې تر ۴۰۰ لیترو پورې شیدې کوي کومې چې د خسکي لپاره هم کمې وي. خواړه یې په سیمه کې د وریجو بوس دي. په غوا او غویي کې یې د بدن رنګ سور نسواري دی خو له ۲۰۰۹ کال را په دیخوا په سپین رنګ کې هم نسل اخیستل ...
د زړه تېز بې نظمه ضربان

د زړه تېز بې نظمه ضربان

طب
په انګریزۍ کې ورته (Atrial fibrillation) نوم اخلي. ډېری وخت د زړه ډېر تېز او بې نظمه ضربان وي. د زړه بې نظمه ضربان ته اېرېتمیا (arrhythmia) وایي. د زړه تېز بې نظمه ضربان په زړه کې د وینې د ټینګېدو لامل کېدای شي. د سکتې او د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغیو خطر هم زیاتولی شي. د زړه پورته جوفونو ته (atria) نوم اخلي او په دې بې نظمي کې درزا یا ضربان بې نظمه او تېز وي، همداسې یې درزا د زړه له لاندې جوفونو سره په همغږږۍ کې نه وي. لاندې جوفونو ته یې (ventricles) نوم اخلي. په ډېرو خلکو کې د زړه تېز بې نظمه ضربان علایم نه لري خو په ځینې خلکو کې بیا د زړه تېز ضربان څرګند وي او سر یې چکر کوي. د تېز بې نظمه ضربان دوره تګ او بېرته را تګ کوي او یا دوامداره وي. که چېرې بې درملنې پاتې شي نو د سکتې لامل کېدای شي. په درملنه کې یې د زړه د ضربان هغه سګنالونه بلاک کیږي کوم چې یاد حالت رامنځته کوي. په دې ډ...
د میرګیانو حملې ته لنډه کتنه

د میرګیانو حملې ته لنډه کتنه

طب
د میرګیانو حملې ته په انګریزي کې (seizure) وایي او خپله د میرګیانو تکلیف ته (Epilepsy) نوم اخلي. د میرګیانو حمله په مغز کې غیرې نورمال الیکتریکي فعالیت. د مغز په مخکینۍ برخه کې د ټنډې شاته پیل کیږي او په انګرېزۍ کې د میرګیو دې ډول حملې ته (frontal lobe seizure) نومونه اخلي. د میرګیو حمله تر ۳۰ ثانیو پورې مغز کې ادامه لري او ممکن د خوب حالت کې هم رامنځته شي. د مېرګیانو حمله ممکن ساده او یا پېچلې وي. ساده حمله کې ناروغ په هوښ کې وي او له خپل چاپېریال څخه خبر وي او که چېرې پېچلې وي نو اغیزمن کس بې هوښه کیږي او له خپل چاپېریال نا خبره وي. څه د میرګیانو د حملې لامل کیږي ؟ - په خپله اېپي لېپسي یا میرګي (د میرګیانو د حملې لامل کیږي) - په کورنۍ کې د میرګیانو تکلیف لرل - د تبې له امله د میرګیانو حمله (febrile seizures) - د ضربې له امله په مغز کې ټپ، په مغز کې تومور - په مغز کې عفونیت لکه مننج...
د تیانو د سرطان لنډه پېژندنه

د تیانو د سرطان لنډه پېژندنه

طب
د تیانو سرطان هغه وخت پیل کیږي کله چې په تي کې حجرې له کنټرول وتلې وده پیل کړي. دا حجرې معمولا یو تومور جوړوي کوم چې اېکس رې کې لیدل کیږي او یا هم د محسوس کېدو یا تشخیص وړ د نوې پیدا شوې غوټې په څېر را څرګندیږي. د تیانو سرطان تقریبا ټول په ښځو او انجونو کې وي خو په هلکانو او سړیانو کې هم رامنځته کېدای شي. د تیانو سرطان د تیانو په کومه برخه کې پیل کیږي ؟ د تیانو سرطان د تیانو په مختلفو برخو کې رامنځته کېدای شي خو ډېر وخت د تي په هغه تونل کې پیدا کیږي کوم چې د تیانو سر ته د شیدو انتقال کوي. په انګرېزۍ کې دې ډول ته (ductal cancers) نوم اخلي. ځینې د تیانو په هغو مرغړیو کې پیدا کیږي کوم چې ښځو کې شیدې تولیدوي. دې ډول ته انګرېزۍ کې (lobular cancers) نوم اخلي. د سرطان ځینې ډولونه د تیانو په نورو نسجونو کې هم پیدا کیږي او د (sarcomas and lymphomas) په نومونو یادیږي کوم چې د تیانو ریښتینی سرطان ن...
د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟

د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟

طب
د چرسو تیل یا cannabidiol (CBD) یو فعال ترکیب دی کوم چې په (Cannabis sativa) بوټي کې پیدا کیږي، لکه د همدې بوټي د نورو ترکیبونو په څېر د بېلګې په توګه لکه د tetrahydrocannabinol (THC) په څېر په زهن اغیز نه لري او انسان نه نشه کوي. په یادو تیلو کې ځینې د درملنې کیفیتونه شته دي او له ډېره وخته له اوږدمهاله درد ارامولو نیولې تر تشویش او د سرطان د علایمو تر ارامولو لپاره کاریږي. تر اوسه یې په اړه کافي څېړنې نه دي شوي خو د لویانو لپاره کوم ځانګړی زیان نه لري او کومو کسانو چې د کولمو د پړسوب ناروغي لرله له کارولو پس پکې علایم ارام شوي وو او د ژوند لپاره فعالیت کې یې ښه والی راغلی وو. نورو ډېرو کلنیکي څېړنو ته اړتیا شته تر څو په دې پوه شو چې یاد ترکیب د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو په اغیزمنه توګه درملنه کولای شي او که نه. تر څېړنو او تصدیق مخکې باید په ورته وخت کې د کولمې د پړسوب د ناروغي...
د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې

د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې

طب
د درملنې نوملړ یې د وخت له تېرېدو سره اوږدیږي او اوسمهال تر ډېره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل یې د علایمو د کنټرول لپاره کاریږي. که چېرې غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل مالوم شي نو ممکن اغیزمنه درملنه کې یې مرسته هم وکړي. په ۲۰۲۰ کې یوه څېړنه خپره شوه، یادې څېړنې موندلې وه چې د ګېډې مکروبونه د کولمو په پړسوب کې ونډه اخلي. که چېرې یې درمل په اغیزمنه توګه مخنیوی ونه کړي نو بله حل لار یې عملیات دی. په عملیات کې ټوله غټه کولمه پرې کیږي او د وړې کولمې پای کې غایطه مواد د ګېډې لور ته بهر وځي. تقریبا نیمایي هغو کسانو کې چې عملیات یې کړی وي د وړې کلمې پای کې پړسوب پیدا کیږي. د کومو کسانو چې له عملیات پس د وړې کولمې پای کې پړسوب پیدا شوی وو د دوي د هاضمې په کانال کې دوېم یا فرعي د صفرا تېزاب نه وو؛ همداسې د باکتریا (Ruminococcaceae) ډول پکې کم وو. که چېرې تصدیق یې وشي نو داسې اضافي خواړه به چمتو ش...
د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه

د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه

طب
په ۲۵ کلنۍ کې، په ما کې د غټې کولمې پړسوب او ټپ ناروغي تشخیص شوه. یاده ناروغي د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی کوم چې په غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل کیږي. په دوامداره توګه د وینې بهیدنه یا بلغم او درد ورسره مل وي. له تشخیص سره زما په روغتیا کې او د مسلک په لاره کې په چټکۍ بدلون رامنځته شوو. د دې لپاره چې ژوند ممکن کړم ما پنځه داسې لارې چارې د پلي کېدو لپاره ولیکلې کومو چې ماسره په فزیکي او زهني روغتیا ساتنه کې مرسته کړې. ۱ - د کار مالک د روغتیا په اړه خبرول کله چې د انسان دنده هم نوې وي او له دندې تر لاسه کولو پس یې تشخیص شوې ناروغي هم نوې وي او هم داسې وي چې د انسان د فعالیتونو مخنیوی کوي نو د کار مالک ته یې ویل د ویرې احساس وي. د کولمې د پړسوب ناروغ معیوب ګڼل کیږي او ځینې هیوادونو کې ورته هماغه کاري سیستم مناسب شوی وي کوم چې روغتیا لرونکي خلک کاروي او له ناروغ سره د ناروغي له ...
د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت

د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت

طب
د کرون د ناروغي لګښت له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري خو څېړنو یې د کلني لګښت اټکل تر ۳۰ زره ډالرو کړی دی. همداسې یې هر هیواد کې هم درملنه توپیر لري د بېلګې په توګه په متحده ایالتونو کې د درملنې د ترکیب لګښت ممکن تر ۵۷ زره ډالرو وي خو کاناډا کې بیا دا لګښت تر ۲۰ زره ډالرو وي همداسې انګلستان او فنلنډ کې ممکن تر دې هم کم وي. همداسې د هر کس لپاره د کرون د ناروغۍ لګښت توپیر لري، لګښت یې له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري لکه درملنه، روغتون ته د بېړنیو مرستو لپاره تګ او د ناروغي عوارض. کله چې درملنه پیل شي نو دوېم کال کې یې لګښت ۲۳ زره ډالرو ته کمیږي. تقریبا ۲۰ کاله مخکې د کرون د ناروغي درملنه ډېره ارزانه وه او لامل یې د درملنې لپاره ډېر څه نه لرل وو. په لویدیځو هیوادونو کې ځینې ادارې او د بیمې سیستمونه د درملنې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. هیله چې افغانستان هم په ورته لارو چارو غور وکړي او معی...
د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې

د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې

طب
د غټې کولمې پړسوب او ټپ ممکن فزیکي او احساساتي علایم ولري او دواړه ډوله علایم ممکن د ناروغ په خوب خپل اغیز ولري. که چېرې علایم یې سخت وي او درد، د ګېډې نیول کېدنه او رفع حاجت کول ورسره مل وي نو ممکن ناروغ تر څلور ساعتو پورې هم خوب ونشي کړای. که چېرې ناروغ خپل خوب کې سمون رانولي نو له درملو کارولو سره سره یې علایم بېرته په چټکۍ را ګرځېدای شي. ۱ - په مختلف اړخ ویده کېدل په ځینې اړخونو څملاستل ممکن د ناروغ علایم سخت کړي، د علایمو بېرته راګرځېدل او سختېدل د کولمې له داسې اړخ سره تړاو لري کوم کې چې پړسوب زیات وي. که چېرې یو اړخ درد کوي اړینه ده چې اړخ بدل شي او د ملا په تخته څملي او وګوري چې درد ورسره ارامیږي او که نه. ۲ - خپلو درملو ته کتنه ځینې درمل لکه کورټي کوسټیرویډونه خوب تښتوي. که چېرې ناروغ فکر کوي چې خوب یې درمل تښتوي نو خپل ډاکټر سره دې ناروغ د درملو بدلولو، له درملو سره بل درمل...