Author: Zakria Rahimi

قوم : سهاک د زېږېدو ځای او نېټه : ۱۹۸۸ کابل مسهي لومړنۍ او منځنۍ زدکړې : پېښور کې سید جمال الدین مجاهد لیسه، امام غزالي لیسه، بي بي زینب لیسه له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. له یو کلنۍ تر ۲۰۰۵ کال پورې په پېښور کې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶/۶/۶ وروسته فرانسې ته راکډه شوم، د ۲۰۱۴ په نومبر کې بلجیم ته ولاړم او اوسمهال د بلجیم په لیج ښار کې مېشت یم.
د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟

د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟

طب
د چرسو تیل یا cannabidiol (CBD) یو فعال ترکیب دی کوم چې په (Cannabis sativa) بوټي کې پیدا کیږي، لکه د همدې بوټي د نورو ترکیبونو په څېر د بېلګې په توګه لکه د tetrahydrocannabinol (THC) په څېر په زهن اغیز نه لري او انسان نه نشه کوي. په یادو تیلو کې ځینې د درملنې کیفیتونه شته دي او له ډېره وخته له اوږدمهاله درد ارامولو نیولې تر تشویش او د سرطان د علایمو تر ارامولو لپاره کاریږي. تر اوسه یې په اړه کافي څېړنې نه دي شوي خو د لویانو لپاره کوم ځانګړی زیان نه لري او کومو کسانو چې د کولمو د پړسوب ناروغي لرله له کارولو پس پکې علایم ارام شوي وو او د ژوند لپاره فعالیت کې یې ښه والی راغلی وو. نورو ډېرو کلنیکي څېړنو ته اړتیا شته تر څو په دې پوه شو چې یاد ترکیب د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو په اغیزمنه توګه درملنه کولای شي او که نه. تر څېړنو او تصدیق مخکې باید په ورته وخت کې د کولمې د پړسوب د ناروغي...
د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې

د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې

طب
د درملنې نوملړ یې د وخت له تېرېدو سره اوږدیږي او اوسمهال تر ډېره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل یې د علایمو د کنټرول لپاره کاریږي. که چېرې غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل مالوم شي نو ممکن اغیزمنه درملنه کې یې مرسته هم وکړي. په ۲۰۲۰ کې یوه څېړنه خپره شوه، یادې څېړنې موندلې وه چې د ګېډې مکروبونه د کولمو په پړسوب کې ونډه اخلي. که چېرې یې درمل په اغیزمنه توګه مخنیوی ونه کړي نو بله حل لار یې عملیات دی. په عملیات کې ټوله غټه کولمه پرې کیږي او د وړې کولمې پای کې غایطه مواد د ګېډې لور ته بهر وځي. تقریبا نیمایي هغو کسانو کې چې عملیات یې کړی وي د وړې کلمې پای کې پړسوب پیدا کیږي. د کومو کسانو چې له عملیات پس د وړې کولمې پای کې پړسوب پیدا شوی وو د دوي د هاضمې په کانال کې دوېم یا فرعي د صفرا تېزاب نه وو؛ همداسې د باکتریا (Ruminococcaceae) ډول پکې کم وو. که چېرې تصدیق یې وشي نو داسې اضافي خواړه به چمتو ش...
د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه

د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه

طب
په ۲۵ کلنۍ کې، په ما کې د غټې کولمې پړسوب او ټپ ناروغي تشخیص شوه. یاده ناروغي د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی کوم چې په غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل کیږي. په دوامداره توګه د وینې بهیدنه یا بلغم او درد ورسره مل وي. له تشخیص سره زما په روغتیا کې او د مسلک په لاره کې په چټکۍ بدلون رامنځته شوو. د دې لپاره چې ژوند ممکن کړم ما پنځه داسې لارې چارې د پلي کېدو لپاره ولیکلې کومو چې ماسره په فزیکي او زهني روغتیا ساتنه کې مرسته کړې. ۱ - د کار مالک د روغتیا په اړه خبرول کله چې د انسان دنده هم نوې وي او له دندې تر لاسه کولو پس یې تشخیص شوې ناروغي هم نوې وي او هم داسې وي چې د انسان د فعالیتونو مخنیوی کوي نو د کار مالک ته یې ویل د ویرې احساس وي. د کولمې د پړسوب ناروغ معیوب ګڼل کیږي او ځینې هیوادونو کې ورته هماغه کاري سیستم مناسب شوی وي کوم چې روغتیا لرونکي خلک کاروي او له ناروغ سره د ناروغي له ...
د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت

د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت

طب
د کرون د ناروغي لګښت له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري خو څېړنو یې د کلني لګښت اټکل تر ۳۰ زره ډالرو کړی دی. همداسې یې هر هیواد کې هم درملنه توپیر لري د بېلګې په توګه په متحده ایالتونو کې د درملنې د ترکیب لګښت ممکن تر ۵۷ زره ډالرو وي خو کاناډا کې بیا دا لګښت تر ۲۰ زره ډالرو وي همداسې انګلستان او فنلنډ کې ممکن تر دې هم کم وي. همداسې د هر کس لپاره د کرون د ناروغۍ لګښت توپیر لري، لګښت یې له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري لکه درملنه، روغتون ته د بېړنیو مرستو لپاره تګ او د ناروغي عوارض. کله چې درملنه پیل شي نو دوېم کال کې یې لګښت ۲۳ زره ډالرو ته کمیږي. تقریبا ۲۰ کاله مخکې د کرون د ناروغي درملنه ډېره ارزانه وه او لامل یې د درملنې لپاره ډېر څه نه لرل وو. په لویدیځو هیوادونو کې ځینې ادارې او د بیمې سیستمونه د درملنې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. هیله چې افغانستان هم په ورته لارو چارو غور وکړي او معی...
د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې

د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې

طب
د غټې کولمې پړسوب او ټپ ممکن فزیکي او احساساتي علایم ولري او دواړه ډوله علایم ممکن د ناروغ په خوب خپل اغیز ولري. که چېرې علایم یې سخت وي او درد، د ګېډې نیول کېدنه او رفع حاجت کول ورسره مل وي نو ممکن ناروغ تر څلور ساعتو پورې هم خوب ونشي کړای. که چېرې ناروغ خپل خوب کې سمون رانولي نو له درملو کارولو سره سره یې علایم بېرته په چټکۍ را ګرځېدای شي. ۱ - په مختلف اړخ ویده کېدل په ځینې اړخونو څملاستل ممکن د ناروغ علایم سخت کړي، د علایمو بېرته راګرځېدل او سختېدل د کولمې له داسې اړخ سره تړاو لري کوم کې چې پړسوب زیات وي. که چېرې یو اړخ درد کوي اړینه ده چې اړخ بدل شي او د ملا په تخته څملي او وګوري چې درد ورسره ارامیږي او که نه. ۲ - خپلو درملو ته کتنه ځینې درمل لکه کورټي کوسټیرویډونه خوب تښتوي. که چېرې ناروغ فکر کوي چې خوب یې درمل تښتوي نو خپل ډاکټر سره دې ناروغ د درملو بدلولو، له درملو سره بل درمل...
په متحده ایالتونو کې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي

په متحده ایالتونو کې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي

طب
د کرون د ناروغي علایم ناڅاپي وي او وړاندوینه یې نشي کېدلای او د ژوند لپاره د فعالیت مخنیوی کوي، په دې فعالیت کې کار هم شامل دی. علایم یې ممکن د اوږد مهال لپاره نشته وي خو ممکن ناڅاپه راپیدا شي او د نامالومې مودې لپاره ادامه ولري او له همدې امله ممکن ناروغ فکر وکړي چې دنده پر مخ نشي وړی. د کرون ناروغي باید د ناروغ د دندې مخنیوی ونکړي او همداسې د کار مالک هم تعصب ونکړي. په متحده ایالتونو کې د (Americans with Disabilities Act ADA) قانون له مخې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي. د همدې قانون له مخې له معیوبینو سره د تعصب مخنیوی کیږي. په داسې سوداګرۍ پلي کیږي چېرې چې تر ۱۵ کسانو پورې معاش پکې اخلي. په فزیکي او زهني توګه د معیوب ګڼل کېدو لپاره باید د اې ډي اې د قانون له تعریف سره مطابقت کې وي. دا قانون معیوب داسې تعریف کوي "په فزیکي یا زهني توازن کې نشتوالی کوم چې د یوه یا ډېرو فعالیتونو مخنیوی کو...
د کرون د ناروغي لپاره شپږ اضافي درملنې

د کرون د ناروغي لپاره شپږ اضافي درملنې

طب
د هاضمې په کانال کې پیدا کېدونکې اوږدمهاله ناروغي ده، د هامې د کانال په استر کې پړسوب پیدا کوي، هاضمه کې ستونزه پیدا کوي، د خوړو په جذب کې ستونزه پیدا کوي، په کولمو کې د غایطه موادو خوځښت غیرې نورمال کوي. د اوسمهال لپاره کومه درملنه نه لري او په درملو یې یوازې علایم ارام ساتل کیږي او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې کیږي. د علایمو د کنټرول لپاره له دودیزو درملو پرته اضافي درملنه هم شته. ۱ - ویټامینونه د کرون ناروغي مو د خوړو په جذب اغیز کوي او کوم ویټامینونه چې له خوړو نه وي جذب شوي د خولې او یا تذریق له لارې یې ترلاسه کول اړین وي تر څو بدن کې د ویټامینونو او منرالونو مخنیوی پرې وشي. د کرون په ناروغۍ کې د هاضمې د کانال پړسوب ټپي کېدلای شي او وینه ضایع کېدلای شي او دا چاره انسان کې د وینې د کمي لامل کیږي. د تذریق یا خولې له لارې د وسپنې اخیستل مو د وینې د کمي مخنیوی کوي. د کرون ناروغ باید...
د غټې کولمې له پړسوب او ټپ سره د مقاومت لارې چارې او د درملنې بد اغیز

د غټې کولمې له پړسوب او ټپ سره د مقاومت لارې چارې او د درملنې بد اغیز

طب
د کولمې د پړسوب ناروغي ده. په دې ډول کسانو کې ایمني سیستم بې کچې زیات فعال وي او په غټې کولمې یې برید کوي. د پړسوب علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، نس ناستی او ستړیا وي. درملنه نه لري خو درمل یې علایم ارام ساتلی شي او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې کولای شي. ځینې درمل یې کولمه کې پړسوب اراموي او نور یې بیا د نس ناستي او درد په څېر علایم ښه کوي. کوم درمل چې ډاکټر نسخه کوي بېلګې یې لاندې وګورئ - د نس ناستي ښه کوونکي درمل : لوپېرامیډ (ایموډیم) - د درد ارامونکي درمل : اسېټامینوفېن (ټیلینول)، د اسپېرین په شمول غیرې سټېرویډي د پړسوب ضد درمل، ای بروفېن (اډوېل، موټرین)، ناپروکسین - امینوسیلېسېلېټونه : سولفاسالازین، بالسالازایډ، مېسالامین، اولسالازین - کورټي کوسټېرویډونه : پرېډنیزون، پرېډنیزولون، مېتل پرېډنیزولون، بیوډسونایډ - د ایمني سیستم تعدیل کوونکي درمل : ازاتایوپرین، سایکلوسپورین، ټاکرولیموس، ۶-ا...
د وینې ټیټ فشار ته لنډه کتنه

د وینې ټیټ فشار ته لنډه کتنه

طب
په انګریزۍ کې ورته (Hypotension) وایي. ټیټ فشار داسې فشار ته وایي کوم چې له نورمال کم وي. ټیټ فشار ممکن جدي نه وي، ممکن جدي وي او یا ممکن د ژوند ګواښونکی وي. د ټیټ فشار عام علایم څه دي ؟ لنډمهاله : په انګرېزۍ کې ورته (acute) وایي، ناڅاپه د فشار کمېدنه وي کوم چې ممکن د ژوند ګواښونکی حالت وي اوږد مهاله : تل یا ډېری وخت ټیټ فشار ته په طب کې (Constitutional) کلیمه کاریږي، په عامه ژبه کې د یادې انګریزي کلیمې مانا توپیر لري. په دې حالت کې فشار تل یا ډېری وخت ټیټ وي او روغتیایي لاملونه یې نه وي مالوم. - له درېدو سره د فشار ټیټېدل : په انګریزۍ کې ورته دوه اصطلاح ګانې (Orthostatic or postural hypotension) کاریږي، دې حالت کې چې کله یو کس له ملاستې یا ناستې ودریږي فشار یې ټیټیږي. - له خوړو پس فشار ټیټېدل : په انګرېزۍ کې ورته (Postprandial) نوم اخلي او په دې حالت کې کله چې یو کس خواړه وخوري نو فش...
د عقل زوال یا ډیمنشیا ته لنډه کتنه

د عقل زوال یا ډیمنشیا ته لنډه کتنه

طب
یو روغتیایي حالت دی او له امله یې انسان خپله حافظه له لاسه ورکوي، د خپل فکر کنټرول نشي کولای او قضاوت نشي کولای. الزایمر ناروغي د ډیمنشیا د رامنځته کېدو تر ټولو لوی لامل دی. نور هغه لاملونه کوم چې ډیمنشیا پیدا کوي په مغز کې د وینې بهېدنه ده، د عصابو د ریښې زیان لیدنه ده. د عقل د زوال مخنیوی او درملنه امکان نه لري خو علایم یې په درملو ارام ساتل کېدای شي. څه د ډېمنشیا لامل کیږي ؟ - په کورنۍ کې د ډېمنشیا مخینه لرل - ناروغۍ لکه د وینې لوړ فشار او شکر - زهري توکي لکه سګرټ او د سګرټ لوګی - کم فزیکي فعالیت او سپورت نه کول - ویرسونه او باکتریا کوم چې د اېچ ای وي او سیفیلیس په څېر ناروغۍ پیدا کوي د ډمنشیا علایم که چېرې سر ضربه وخوري نو ډېر ژر څو میاشتو کې ډمنشیا وده کولای شي خو که چېرې دالزایمر له امله وي نو ممکن وده یې ورو او کلونه موده واخلي. حافظه او نورې زهني وړتیاوې پکې په دوامداره ت...
Hallikar – هالي کار

Hallikar – هالي کار

د غوییزو نسلونه
په کاناډا ژبه کې یې نوم (ಹಳ್ಳಿಕಾರ್) لیکل کیږي. د هند په کارناټاکا ایالت کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. هالي کار په سیمه کې د یوې ټولنې نوم دی چېرې چې یاد نسل اخیستل شوی. وروسته لور ته وده کوونکي اوږده ښکرونه لري، غویانو کې غټ کوبی موجود وي، رنګ یې له سپین تر خړ او تور پورې امکان لري. غویان یې په کرنه کې د کار لپاره کاریږي او غواګان یې د شیدو لپاره ساتل کیږي.
Guzerá – ګوزېرا غوییز

Guzerá – ګوزېرا غوییز

د غوییزو نسلونه
د ګوزېرات نوم هم ورته اخلي. د غوښې لپاره په برازیل کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. له ۱۸۷۰ وروسته برازیل ته د هند کانکرېج غوییز وارد شوي وو، د هند له یاد نسل سره یې برازیل ته له اروپا انتقال شوي تورین کریولو نسل دوه رګه کړی او پایله کې ګوزېرا نسل رامنځته شوی. په پرتګالي ژبه کې ګوزېرا د هند ګجرات ایالت ته وایي. د مالوماتو د ثبت لپاره یې اداره او کتاب په ۱۹۳۸ کې جوړ شو. د غوښې لپاره له هغو جلا ثبت کیږي کوم چې د شیدو لپاره ساتل کیږي. په ۲۰۱۰ کال کې تقریبا ۹۲۰۰۰ غوییز راجستر وو. د امریکا براهمن غوییز هم په شلمه پېړۍ کې له ګوزېرا غوییزو رامنځته شوي.  ...
Greyman cattle – ګرې مېن غوییز

Greyman cattle – ګرې مېن غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د استرالیا په کوین لنډ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په نسل کې یې د مورې ګرې او براهمن نسل ځانګړنې سره ګډې شوي تر څو د کوین لنډ له تودې هوا سره مقاومت کوونکی نسل رامنځته کړي. رنګ یې له تېز خړ تر سلوري پورې امکان لري، په طبیعي توګه بې ښکرو وي، پوستکی یې تېزه رنګدانه لري او له همدې امله په ډېره خرابه هوا کې د پوستکي او سترګو ستونزه نه پیدا کوي. په طبیعي توګه له کټملو سره مقاومت لري، له وچکالۍ او تودوخې سره مقاومت لري، په خپل ځان کې جېن سټار جینونه لري او له همدې امله یې غوښه مرمر ته ورته والی لري کومه چې د ښه کیفیت غوښه ګڼل کیږي. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره یې مخکې خپله ټولنه لرله خو په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې ټولنه د مورې ګرې نسل له ټولنې سره یو ځای شوه....
Greek Shorthorn – د یونان لنډ ښکري غوییز

Greek Shorthorn – د یونان لنډ ښکري غوییز

د غوییزو نسلونه
د یونان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د غوییزو ډېر کم پیدا کېدونکی نسل دی. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي. واړه سرونه او لنډ ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. رنګ یې له خړ تر زېړ رنګه او تر تېز نسواري پورې رنګونو کې وي.
Old Gloucester – کلوسټر غوییز

Old Gloucester – کلوسټر غوییز

د غوییزو نسلونه
د زړو ګلوسټر غوییزو په نوم هم یادیږي. نسل یې د انګلستان په ګلوسټر شېر کې اخیستل شوی. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدل خو اوسمهال یوازې د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د نسل اخیستنې چارې یې پیل شوي. د غویي وزن یې تقریبا تر ۸۵۷ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۵۸۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۳ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې کافي ته ورته تور وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده یې تقریبا ۳۰۰ ورځې وي. په شیدو کې یې کوچ یا شحم ۳.۹% او ۳.۳% پروتین او لکټوز ۴.۶% وي. د پنېر جوړولو لپاره یې شېدې مناسبې دي. له کومو غوییزو یې چې نسل اخیستل شوی په اړه یې کره مالومات نشته خو له ګلامورګان غوییزو سره نږدې تړاو لري. تر اتلسمې پېړۍ پورې یې شمېر زیات وو خو د نورو نسلونو له امله یې په نولسمه پېړۍ کې نسل کم شو. اوسمهال یوازې یوه پاده پاتې ده او د نسل...
ډېپرېشن ته لنډه کتنه

ډېپرېشن ته لنډه کتنه

طب
ډېپرېشن د مزاج بې نظمي ده، په دې بې نظمي کې انسان د خپګان او ناهیلۍ احساس کوي او دا احساس یې نه تلونکی، دوامداره وي. ډېپرېشن کې ممکن تاسې له هغه څه سره بې علاقې شئ چې مخکې مو له کولو خوند اخیسته. ډېپرېشن مو ممکن د نورمال ژوند پر مخ وړلو او د ورځني فعالیت مخنیوی وکړي. څه ډېپرېشن پیدا کوي ؟ زهن کې کیمیاوي توکي وي، دا کیمیاوي توکي ستاسې په مزاج خپل اغیز لري، کله چې بدلون پکې رامنځته شي نو ډېپرېشن رامنځته کولای شي. که چېرې تاسې کې لاندې یاد شوي موجود وي نو د ډېپرېشن د ودې امکان مو زیات وي : - داسې پېښې چې تاسې کې د اوږدمهاله سټرس لامل کیږي لکه د نږدې کس مړینه، دندې یا عاید له لاسه ورکول، د مېرمن او مېړه ترمنځ شخړې او جلا کېدنه - په کورنۍ کې د ډېپرېشن مخینه لرل - اوږدمهاله جدي ناروغي لرل لکه شکر، د زړه ناروغۍ، سرطان - د مخدره موادو یا نورو نشه اي توکو کارول د ډېپرېشن علایم - په اشتیا ...
Glan cattle – ګلان غوییز

Glan cattle – ګلان غوییز

د غوییزو نسلونه
د جرمني په غین اېلاند پلاتینات سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې ډېر کم شو او د ورکېدو له خطر سره مخ وو خو د نسل اخیستنې چارې یې بېرته پیل شوې او اوسمهال تقریبا تر ۲۰۰۰ پورې غوییز شته دي. مخکې د مختلفو موخو لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یې نسل یوازې د غوښې لپاره کاریږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي، د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ کیلو ګرامه تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۶۰۰ تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Glamorgan cattle – ګلا مورګان غوییز

Glamorgan cattle – ګلا مورګان غوییز

د غوییزو نسلونه
د انګلستان د غوییزو نسل دی. مخکې په ګلامورګان، من موت او برېکون سیمه کې پرېمانه وو. ګمان کېده چې ټول نسل یې له منځته تللی وي خو په ۱۹۷۰ لسیزه کې له یوه پادوان سره لویه پاده پیدا شوه. د بدن رنګ یې د څېړۍ میوې ته ورته تېز سور رنګ وي او د ملا، لکۍ او ګېډې رنګ یې سپین وي. غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کېدې او له همدې امله د انګلستان د پاچا درېم جورج ډېرې خوښېدې او په وېنډسور سیمه کې یې د همدې غوییزو پاده لرله، د خپلې پادې غویان یې د کرنې په کارونو کې کارول. په ۱۹ پېړۍ کې ټولو خلکو له نورو غوییزو سره دوه رګه کول لکه له هېرفورډ، اېرشېر او بې ښکرو غوییزو سره تر څو د غوښې لپاره مناسب غوییز ترلاسه کړي او یادې چارې یې نسل ډېر کم کړ. په ۱۸۷۵ کې جان کولمېن په خپل کتاب "د انګلستان غوییز" کې لیکل چې ګلا مورګان غوییزو خپل شمېر او کیفیت له لاسه ورکړی او په سیمه کې کره نسل نور نه پیدا کیږي. په ۱۹۲۰ لسیزه ک...
Gyr cattle – ګیر غوییز

Gyr cattle – ګیر غوییز

د غوییزو نسلونه
د زیبو غوییزو نسل دی. د هند په ګجرات ایالت کې په کاتیوار ټاپوزمې کې یې نسل اخیستل شوی. نوم یې ګیر په نامه له غونډۍ اخیستل شوی. په بودا، دېسان، ګجراتي، کاتیواري، سورتي نومونو هم پېژندل کیږي. د شلمې پېړۍ په پیل کې برازیل ته انتقال شول او اوسمهال په برازیل کې تر پنځه میلیونه پورې غوییز موجود دي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې برازیل دوه رګه کړل او پایله کې یې د (Gir Leiteiro) په نوم د شیدو او غوښې لپاره جلا نسل رامنځته کړ. اوږده زوړند غوږونه لري، ښکرونو یې وروسته لور ته وده کړې وي. په خپل رنګ کې د مختلفو رنګونو خالونه یا خاپونه لري یوازې تور رنګ یې څوک نه خوښوي. د غوا وزن یې تر ۳۸۵ کیلو ګرامه پورې او د غویي وزن یې تر ۵۴۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د تازه پیدا شوي خسکي وزن یې تر ۲۰ کیلو ګرامه پورې وي. په ۲۰۰۰ کال کې، په هند کې د ګیر غوییزو شمېر تقریبا ۹۱۷۰۰۰ وو. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې ۲۱۱۰ کیلو ګرامه ...
German Red Pied – د جرمني سره او سپین غوییز

German Red Pied – د جرمني سره او سپین غوییز

د غوییزو نسلونه
په جرمني ژبه کې په (Deutsche Rotbunte, Rotbuntes Niederungsvieh or Rotbuntes Niederungsrind) نومونو یادیږي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل اخیستنه د جرمني په مختلفو سیمو کې ترسره شوې. د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه او د غویي تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.