Aviation

په انګرېزۍ کې د (Aviation) لغوي مانا د الوتکې فعالیت یا الوت دی. تر دې اوږده مانا او کارونه یې د الوتکې میکانیکي الوت او د الوتکې له صنعت سره ټول تړاو لرونکو فعالیتونو ته وایي. الوتکه کې چورلکه یا څرخ لرونکې هر ډول الوتکه، د ثابتو وزرو الوتکه، قاتېدو وړ وزر لرونکې الوتکه، بې وزرو الوت کوونکې تنه، بالون او هوایي بېړۍ شامل دي. په ۱۸ پېړۍ کې له بالون څخه پیل شوې. په ۱۸۹۶ کې چې کله د جرمني (Otto Lilienthal) په الوتنو کې مخکښ ګلایډر جوړ کړل نو په ټکنالوجۍ کې یې پرمختګ رامنځته شو. په ۱۹۰۰ لسیزه کې (Wright brothers) لمړۍ انجن لرونکې الوتکه جوړه کړه او د الوتکو د صنعت بنسټ یې کېښود. د (Aviation) کلیمه د فرانسې لیکوال او د سمندري پوځ افسر (Gabriel La Landelle) په ۱۸۶۳ کې جوړه کړې.

Pan Am Boeing 747-121 N732PA Bidini
Pan Am Boeing 747-121 N732PA Bidini. Image by Aldo Bidini
Sidebar



Share
Hide Buttons