Azerbaijan newt – د ازار بایجان تریتون

د یورمیا بند تریتون یا د زېړو خالونو لرونکی تریتون په نومونو هم یادیږي. نوم یې د ” ازارباینجان تریتون ” دی خو په ازاربایجان هېواد کې نشته دي بلکې د ایران په ازاربایجان سیمه کې پیدا کیږي. د ډول علمي نوم یې (Neurergus crocatus) دی. د یورمیا بند لویدیځ لور ته غرونو کې، په شمال لویدیځ ایران کې، په شمال ختیځ عراق او سوېل ختیځه ترکیه کې پیدا کیږي.

له ۱۶ تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. لکۍ یې له تنې اوږده وي. هوار پراخ سر لري او پراخوالی یې د تنې له سور زیات وي. ګرد شوی پوز یا اوربوز لري. د بدن غړي یې ځواکمنه وده کوي، او منګولې یې ډبلې ګوتې لري. ملا یې له نسواري تر تور پورې رنګ کې وي او په دې رنګ کې زېړې کرښې یا خالونه موجود وي. د نر د ګېډې رنګ یې سور رنګه نارنجي او د ښځې زېړ رنګه وي. په څلور کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي او په بند ساتل شوي ځای کې له ۱۲ تر ۱۵ کالو پورې عمر لرلای شي. کله چې د مثل تولید وکړي ودې ته رسېدلي یې بېرته ځنګلونو کې خپریږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل نیورېرګوس
Sidebar



Share
Hide Buttons