Badri cattle – بادري غوییز

د هند په اوتاراخاند سیمه کې د غوییزو نسل دی. نسل اخیستنه او ساتنه یې په غرنۍ سیمه کې کیږي او له همدې امله په سیمه کې خلک ورته پاهادي نوم اخلي. نوم یې سیمه کې د بادرینات مندر له نوم څخه اخیستل شوی. په ۲۰۲۲ کال کې یې د نسل شمېر په سیمه کې ۷۰۰۰۰۰ غوییزو ته رسېده، له یاد شمېر څخه تقریبا ۴۷۹۰۰۰ غواګانې وې. د نسل اخیستنې موخه یې شیدې او کرنه کې د کار لپاره ده. د غواګانو شیدو کې اې ۱ او اې ۲ پروتین موجود وي، اې ۲ یې تر اې ۱ روغتیا ته ګټور دی کوم چې د بادري غوییزو په شیدو کې هم موجود دی. د بدن کچه یې وړه وي، د وړۍ رنګ یې له سپین، تور، سور، نسواري تر خړ پورې امکان لري. ښکرونه یې پورته او داخل لور ته منحني شوي وي.

Share
Hide Buttons