د وړې محکمې رسمي غړي وي او د پولیسو په اندازه واک لري. دنده یې د محکمې د ناستې پر وخت او د مهمو قضیو د پرېکړو پر وخت ساتنه وي، د محکمې د بهیر پر وخت د نظم ساتونکي وي. پخوا وخت کې دې غړو زېات واک لره.
په منځنیو پیړیو کې بېلېف چې اوسمهال یوازې د محکمې د ساتنې دنده په غاړه لري د منځنیو پیړیو په انګلستان کې مختلفې دندې ترسره کولې د (the hundred courts) په نامه د محکمې ساتونکي وو، د مانور خونې اربابان (lord of manor house) وو، مانور یوه ستره ماڼۍ وي او شاوخوا پراخه ځمکه لري. په ښار کې یې مالیه او جریمه راغونډوله محاسبه کوونکي وو، د ځمکو او تعمیرونو کرایه راغونډونکي وو. کوم چې (the hundred courts) په نامه د محکمې ساتونکي وو د ښار د امنیه قومندان لخوا ګمارل کېدل د دوي دنده له قاضیانو سره ملتیا وه، د محکمې د بهیر تر پایه پورې د نظم ساتنه وه، د محکمې لیکل شوی امر اجرا کول او جریمه راغونډول وو.
په فرانسوۍ کې ورته (bailli) وایي او له ۱۳ تر ۱۵ پېړۍ یې زېات واک لره. د پاچا بنسټیز استازي وو، د پاچا د ودې حال کې د مرکزي ادارې مسولین وو تر څو فیوډالیزم پیاده کړي. دا غړي په همدې اداره کې د پاچا لخوا ګمارل کېدل تر څو پاچا ته د ادارې په اړه ټول راپور ورکړي. همداسې د مرکزي سلطنتي محکمې ساتونکي هم وو. کوم چې په ولسوالیو کې په دندو ګمارل شوي وو د انګلستان د بېلېف په اندازه یې واک لره.