Bajío – باجیو – باښي یو

انګرېزي تلفظ یې باجیو او هسپانوي تلفظ یې باښي یو ده. د مکسیکو په لوړو کې هواره سیمه ده، د مکسیکو د لویدیځ په مرکز کې واقع ده. له ۱۹ پېړۍ د کرنې له امله پېژندل شوې, ښه حاصل خېزه خاوره لري، معتدل اقلیم لري او مناسب ورښت پکې کیږي. په دې سیمه کې د کرهڼې اساسي فصلونه غنم، زېړ جوار، لوبیا، د نخود ډولونه دي. له دې پرته د میوې ډېر ډولونه هم لري. د سمندر له سطحې په ۵۱۰۰ فټه (۱۵۵۰ متره) لوړوالي کې واقع ده.

Share
Hide Buttons