Bale Mountains tree frog – د بېل غرونو د ونې چونګښه
د ډول علمي نوم یې (Balebreviceps hillmani) دی. په بریويسيپي ټیډای (Brevicipitidae) کورنۍ کې د چونګښو یو ډول دی. په (Balebreviceps) نسل کې یوازینی ډول دی. اصلي ځای یې د ایتوپیا بېل غرونه دي. ونو ته ورته لنډو بوټو کې ژوند کوي، په ځینو ونو کې له ساقې سره نږدې هم اوسي. د ځنګل وهنې له امله، د غوییزو د څر له امله، د اور لپاره د ونو د وهلو او لرګیو راغونډولو له امله او سیمې ته د ابادۍ د خپرېدو له امله یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ شوی او نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ کړی.
تشرېح
څورب بدن لري، په عامه ژبه کې یې بل نوم د ایتوپیا لنډ سرې چونګښه (Ethiopian short-headed frog) دی، له غاړې پرته د ګېډې یو بل څنګ یې نرم وي، د ملا برخه یې ډبل لوړې ژورې لرونکی پوستکی لري. په غاړه کې یې پوستکی ګونجې شوی وي. پښې یې لنډې خو عضلاتي وي. د پښو ګوتې یې نه وي سره نښتي، همداسې پښو کې پنځمه ګوته نه لري. د غږ کیسه یا کڅوړه پکې نشته وي. ښځه کې یې د اورېدو لپاره د سیستم برخې نشته وي او له همدې امله فضا کې تولیدېدونکې لړزه نشي اورېدلی. د بدن رنګ یې بانجاني او یا نسواري وي او په خپل رنګ کې زېړې پراډې لري.
د ژوند لپاره چاپېریال
د لرګیو لاندې پیدا کیږي، په څانګو کې چې کوم پوپنک وده کړې وي ترې لاندې ځان پټوي، په کوم چاپېریال کې چې ژوند کوي له مارچ تر اکتوبر پورې لوندوالی لري. معمولا له ځمکې پورته بوټو او ونو کې وي خو د ځمکې وړو چاودونو کې هم پټیږي.
د مثل تولید
له هګیو یې واړه پیدا شوي بچیان لاروا دوره نه لري بلکې غټو ته ورته واړه بچیان وي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | انورا |
کورنۍ | بریويسيپي ټیډای |
نسل | بېل بریوي سېپس |
Comments
So empty here ... leave a comment!