Balkan crested newt – د بالکان تاج لرونکی تریتون

د بورېش تاج لرونکي تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus ivanbureschi) دی. په تریتوروس نسل کې د تاج لرونکي تریتون یو ډول دی. مخکې د سوېل د تاج لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده خو کله یې چې په جنتیکي مالوماتو کې توپیر ولیدل شو نو مسلکي پوهانو وړاندیز وکړ چې د مکدونیا له تاج لرونکي تریتون سره تړاو لري. په ۲۰۱۳ کې د جلا ډول په توګه ډلبندي شو. نوم یې د بلغاریا د دوه ژواکو د مطالعه کوونکي ایوان بورېش له نوم څخه اخیستل شوی.

د بالکان په سوېل ختیځ کې (د مکدونیا د شمال په لوېدیځ کې، د یونان په شمال لوېدیځ کې، بلغاریا او ترکیه کې) شته دي. په ختیځ کې د بالکان تاج لرونکی تریتون د اناتولیا له تاج لرونکي تریتون سره دوه رګه کیږي، په لوېدیځ او شمال کې د مکدونیا، دانوب او د شمال له تاج لرونکي تریتون سره دوه رګه کیږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تریتوروس

 

له بلغاریا نیول شوی نر د بالکان تاج لرونکی تریتون
Sidebar



Share
Hide Buttons