Balloon – بالون

یو بې ځواکه یا ځواک نه کارونکی اېروستات دی. د خوځښت لپاره کوم ځواک نه کاروي. د باد په ذریعه ازاد تګ کوي او یا په کیبل تړل شوی وي. دوه ډولونه لري سپورتي بالون او د هوا پېژندنې بالون. ډېری وخت کامرې هم پکې نصب کیږي او د امنیت لپاره کاریږي. په انګرېزۍ کې د (blimp) نوم هم ورته اخلي. کوم چې د امنیت لپاره کاریږي په انګرېزۍ کې ورته د (observation balloon) نوم اخلي، کوم چې د بلې الوتکې د برید د مخنیوي لپاره کاریږي د (barrage balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د هوا پېژندنې لپاره کاریږي د (meteorological balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د جاسوسي لپاره کاریږي د (espionage balloon) نوم ورته اخلي، د اورلګونې یا چادونې بالون ته (fire balloon) نوم اخلي.
Sidebar



Share
Hide Buttons