Bamboo rat – بامبو موږک

ورو خوځښت کوونکي، غار وېستونکي، د شپې لخوا ژوند کوونکي څلور ډوله شخوند وهونکي اسیاي ژوي دي. بامبو موږک څورب استوانه اي بدن، لنډ پوز، لنډې پښې او واړه غوږونه لري. د (Rhizomys) نسل درې ډولونه یې له ۲۳ تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري، د لکۍ اوږدوالی یې له ۵ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. د بدن رنګ یې سلیټي خړ او یا نسواري خړ وي. کوچنی بامبوموږک (lesser bamboo rat) د نسل نوم یې (genus Cannomys) ده. له ۱۵ تر ۲۷ سانتي متره پورې اوږدیږي، لکۍ یې له ۶ تر ۸ سانتي متره پورې اوږده وي. له تېز نسواري تر روښانه زېړ خړ پورې رنګونو کې شته دي.
 
بامبو په هند کې یو ډول نی ده او د (Rhizomys) نسل د همدې نی په ګڼو برخو کې پیدا کیږي. له اېندو چاینا غرونو تر مالې ټاپوزمې پورې شته دي. له درې تر پنځه بچیانو پورې زېږوي. کوچنی بامبو موږک د وېتنام په شمال ختیځ کې، د چین او میانمر (برما) په سوېل کې او د سوېل ختیځ نیپال په لوړو هوارو کې پیدا کیږي. ټول بامبو موږکان د همدې هېوادونو د سیمه ایزو خلکو خواړه دي.
 
بامبو موږک په خپلو مخکینیو غاښونو ځمکه کې سوریان کوي او نرمه شوې خاوره په خپل سر او پنجو لرې کوي. د (Rhizomys) نسل یې د بامبو نی لرونکې ځمکه کې سوریان کوي او لمړی د همدې نی په ریښو خپل ځان تغذیه کوي. د شپې لخوا بهر راوځي او خپل ځان په مغزیو، میوې او تخمونو تغذیه کوي او د ځالې جوړولو لپاره ځان سره توکي خپلو غارونو ته وړي. ځینې وخت بامبو نی (کڼکي) ته هم خیژي او د کڼکي ځینې برخې له پرې کولو وروسته غارونو ته وړي او خپلو غارونو کې یې خوري. همداسې په ګنیو هم برید کوي او د کرل شوي ګڼي ریښې خوري.
 
د کوچني بامبو موږک علمي نوم (C. badius) ده. د (Rhizomys) کې د درې ډولونه چینایي بامبو موږک (Chinese bamboo rat)، علمي نوم یې (R. sinensis) ده؛ خړ رنګه سپین بامبو موږک (hoary bamboo rat)، علمي نوم یې (R. pruinosus) ده او غټ بامبو موږک (large bamboo rat) علمي نوم یې (R. sumatrensis) ده. ټول بامبو موږکان د ریښتینو موږکانو د کورنۍ (family Muridae) په (subfamily Rhyzomyinae) فرعي کورنۍ کې شامل دي.خو اوسمهال ځینو پوهانو په سپالاسیډای کورنۍ کې ډلبندي کړي. 
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي کورنۍ ریزومي اینای
نسل کنومیس

او رېزومیس

د بامبو موږک ډولونه په لاندې دوه نسلونو کې وېشل شوي
Lesser bamboo rat
Lesser bamboo rat (Cannomys badius)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons