Bandicoot rat – باندي کوټ موږک
د اسیا شخوند وهونکي ژوي دي. نسل یې د باندي کوټا (genus Bandicota) په نامه یادیږي او د نسل غړو ته یې بامبو موږکان نوم اخلي. نوم او د نسل نوم یې د سیمه ایزې تلو ګو ژبې له (pandikokku – పందికొక్కు) لفظ څخه اخیستل شوی.
غټ باندي کوټ موږک (greater bandicoot rat)، علمي نوم یې (Bandicota indica) ده تر ۰.۵ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، اوږده، ډبل تور رنګه وېښته لري. د بدن کچه یې له ۱۹ تر ۳۳ سانتي متره پورې اوږدیږي، د لکۍ اوږدوالی یې هم له بدن سره تقریبا برابر وي. په هند، مالیزیا، ایندو چاینا، جاوا، تایوان او ورسره چار چاپیره هیوادونو کې پیدا کیږي.
د کوچني باندي کوټ موږک (lesser bandicoot rat) علمي نوم (B. bengalensis) ده، د ساویل باندي کوټ موږک (Savile’s bandicoot rat) علمي نوم (B. savilei) ده، تېز نسواري او نسواري ته ورته خړ رنګونه لري. د بدن وزن یې تر ۳۵۰ ګرامه پورې رسیږي، له لکۍ سره یې د بدن اوږدوالی تر ۴۰ سانتي متره پورې وي. په هند، سریلانکا او برما کې پیدا کیږي خو له انسانانو سره نورو سیمو ته هم انتقال شوي.
ټول باندي کوټ موږکان د ریښتینو موږکانود کورنۍ (family Muridae) په فرعي کورنۍ (subfamily Murinae) کې شامل دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | باندي کوټا |
په باندي کوټا نسل کې لاندې درې ډولونه شامل دي
- Lesser bandicoot rat, B. bengalensis
- Greater bandicoot rat, B. indica
- Savile’s bandicoot rat, B. savilei
Comments
So empty here ... leave a comment!