Barbacoa – بار باکوا

په هسپانوۍ کې ورته باربیکیو (barbecue) وایي یوه اصطلاح ده چې د غوښې د پخونې طریقې ته کاریږي او خپله همدې غوښې ته هم رجوع کوي. د غوښې د پخونې دې طریقې له مکسیکو څخه سرچینه اخیستې. په دودیزه توګه د بارباکوا پخولو لپاره په ځمکه کې کنده وېستل کیږي او په کنده کې سکاره اچول کیږي، د سکرو له پاسه جالۍ کېښودل کیږي او د جالۍ له پاسه په کم اور یا د سکرو په کمې تودوخې د څو ساعتونو لپاره د وزې یا پسه غوښه کېښودل کیږي، د غوښې له پاسه د مېګې (maguey) په نامه د بوټي پاڼې کېښودل کیږي.
 
د پخونې په عصري طریقو کې یې د کمې تودوخې تولیدونکي شیتوبونه کاریږي. د ماریناد په نامه تروش ساس (marinades)، مسالې او ځینې نور توکي پکې اضافه کیږي او غوښه په خپلو پرېښودل شوو اوبو کې پخیږي. کله چې غوښه پخه شي مخکې له خوړول ټوټه ټوټه کیږي او بیا خوړل کیږي.
 
 
Share
Hide Buttons