د جون په ۱۶ نېټه، کال ۱۹۰۲، د متحده ایالتونو د کنکټیکټ په هارټ فورډ کې زېږېدلې او د سپټمبر په ۲نېټه، کال ۱۹۹۲، د نیویارک په هنټینګټون کې مړه شوې. د امریکا ساینسپوه وه چا چې په ۱۹۴۰ لسیزه او ۱۹۵۰ لسیزه کې د حرکت کوونکو جنتیکي عناصرو mobile genetic elements په اړه د کشف له امله په کال ۱۹۸۳ کې نوبل جایزه تر لاسه کړه.
پلار یې physician ډاکټر وو او کلینټوک په کم عمر کې ډېر څه ورڅخه زده کړي وو. له لیسې وروسته یې د بیولوجي رشته په کرنل پوهنتون Cornell University کې، په کال ۱۹۱۹کې پېل کړه. په کال ۱۹۲۳ کې لسانس او دوه کاله وروسته یې ماستري تر لاسه کړه. تخصص یې په حجره پېژندنه یا سایټولوجي cytology، جنتیک او زولوجي کې کړی خپله دوکتورا یې په ۱۹۲۷ کې لاسته راوړه. کله چې له مکتب څخه فارغه شوه د زېړو جوارو maize کرموزمومي څېړنه یې پېل کړه. د هر جوار د کروموزوم د څېړنې لپاره یې مایکروسکوپ او د ازموینې، پېژندنې او ښوندنې او تشریح لپاره د رنګ کوونې یوه تخنیکي طریقه وکاروله.
په کال ۱۹۳۱کې له یو همکار سره یوه څېړنه پېل کړه. یایله یې داوه چې کروموزوم د جنتیک اساس جوړوي. د څېړنې پایله یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې خپره شوه. په کال ۱۹۳۹ کې د Genetics Society of America د ریس مریستیاله وټاکل شوه وروسته جرمني ته د زده کړو لپاره ولاړه خو د زده کړو له بشپړولو مخکې خپل هېواد ته وګرځېده او لامل یې د نازیانو را څرګندېدل وو.
کله چې بېرته خپل پخواني پوهنتون alma mater ته وګرځېده نو د دندې درخواست یې وکړ او ځواب یې دا وو چې پوهنتون ښځینه پروفیسره نه نیسي. وروسته د Rockefeller Foundation د دې څېړنې تمویل کړې او دې بودیجې تر هغه وخت ادامه وکړه تر څو چې کلینټوک د میسوري پوهنتون University of Missouri کې دنده پیدا کړه.
chromosome
د نوکلیک اسیدو او پروتین تار ته ورته شکل ده چې د ژوندیو حجرو په هسته nucleus کې موجود وي او په خپل ځان کې جنتیکي مالومات د جین په شکل کې لري
nucleic acids
نوکلیک اسید
پېچلې اورګانیک یا عضوي ماده ده چې په حجره کې موجوده وي، په ځانګړې توګه ډي اېن اې یا ار اېن اې د کوم مالیکلول کې چې نیو کلیو ټایډ ځنځیرونه یا کړۍ شاملې وي
nucleus
هسته یا منځ, مرکز
د یو توکي، ګروپ، خوځښت، منځنۍ یا مرکزي برخه چې د ودې یا فعالیت بنسټ یا اساس یې جوړوي
په انګرېزۍ ژبه کې یې مترادفې کلیمې په لاندې ډول دي
core, center, central part, heart, nub, hub, middle, eye, focus, focal point, pivot, crux
physician
ډاکټر
هغه کس چې د ډاکټر کېدو وړ یا د ډاکټرو کېدو په شرایطو واجد وي
biology
د ژوندیو اورګانېزمونو مطالعه کوم چې په ځانګړو رشتو کې وېشل شوي او د دې اورګانېزمونو مورفولوجي یا د شکل مطالعه، فزیولوجي یا د ژوندیو د غړو او د غړو د فعالیت مطالعه، اناتومي، چلند، اصلیت او د نړۍ په سیمو کې وېش مطالعه کوي.
cytology
حجره پېژندنه
د بیالوجي یو څانګه ده چې د ژو او بوټو د حجرې جوړښت او فعالیت مطالعه کوي
zoology
ژوي پېژندنه
د ژو د چلند، جوړښت، فزیلوجي، ډلبندي او د نړۍ په سیمو کې د وېش ساینسي مطالعه
