Barn – غوجله، د وښو ساتلو خونه، د بزګرۍ خونه

په کرنه کې هغې خونې ته وایي چې کورني ژوي، د ژو خواړه او د بزګرۍ وسایل پکې ساتل کیږي. د تباکو خونه (tobacco barns)، د ټریکټر خونه (tractor barns)، د خوګ خونه (hog barn) هر یو ځانته جلا نوم لري. په متحده ایالتونو کې بارن کلیمه د غوجلې مانا لري او هغې خونې ته وایي چې د غلې انبار او واښه پکې ساتل کیږي چېرې چې د بزګرۍ وساېل او ټریکټر نه ساتل کیږي.
 
مخکې دا خونې له لرګیو جوړېدې خو له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته المونیم او د فولاد څادر ډېرو خلکو کارولي. په اوسنیو کې دوه خونې لري چې یوه د ژو د خوړو لپاره وي او بله د ژو او د بزګرۍ د وسایلو لپاره وي.
Share
Hide Buttons