Barton Childs – بارټون چایلډز

د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه، کال ۱۹۱۶، په هینسډیل کې زېږېدلی او فېبرورۍ په ۱۸ نېټه، کال ۲۰۱۰، په بالټي مور کې مړ شوی. د امریکا د کوچنیانو جنتیکي رنځپوه pediatric geneticist چا چې په انسان کې د ارثي ناروغیو په جنتیکي پروسه څېړنې کړي او دجنتیک له طب سره ادغام ته یې پراختیا ورکړې.
 
په کال ۱۹۳۸ کې له Williams College, Williamstown, Mass څخه فارغ شو له دې وروسته یې په جانز هاپکینز پوهنتون Johns Hopkins University کې داخله او په کال ۱۹۴۲ کې یې ماستري وکړه. د ۱۹۴۳–۴۶ کلونو ترمنځ یې د امریکا په پوځ کې له پوځي خدمته وروسته د جان هاپکېنز روغتون کې د هغو مراجعه کوونکو ناروغانو ریس وټاکل شو چې بې بستر کېدو یې روغتون ته د درملو لپاره مراجعه کوله. دلته یې په مورزادي اختلالاتو کې علاقه پیدا کړه. په کال ۱۹۵۲ کې University College, London ته ولاړ تر څو په ګالټن لابراتوار Galton Laboratory کې جنتیک مطالعه کړي. په کال ۱۹۵۳ کې بېرته له انګلستان وګرځېد او د لیون فرضیه Lyon hypothesis یې تصدیق کړه په کومه کې چې د انسان د ښځینه جنسیت په حجره کې دوه X کروموزومونه په تصادفي توګه غېرې فعاله شوي وي تر څو د نر یوازې یوه X کروموزوم ته ځای ورکړي او یا هماهنګي ورسره بیان کړي. بارټون چایلډز د dyslexia, adrenal hyperplasia, and schizophrenia ناروغیو په جنتیکي طبیعت هم څېړنې کړي. په کال ۱۹۸۱ کې تقاوت شو خو تر مرګه پورې د کوچنیانو په جنتیک کې فعال پاتې شو.
 
په کال ۱۹۸۵ کې د Genetics of Neurological Disorders په سمون کې مرسته کړې او په کال ۱۹۹۹ کې د Genetic Medicine: A Logic of Disease په نامه خپل کتاب خپور کړی.
 
pediatric geneticist
هغه ډاکټرچې د کوچنیانو په ناروغیو او جنتیک کې ځانګړې رورنه لري، په کوچنیانو کې د نادرو جنتیکي علایمو پېژندلو وړتیا لري، د دې ترڅنګ د کوچنیانو کورنۍ ته د طبي پاملرنې لارښونې کوي او ډېر وخت له جنتیکي مشاورانو سره ګډ کار کوي.
 
outpatient
هغه ناروغ چې پرته له بستر کېدو له روغتونه درمل ترلاسه کوي او یا روغتون ته د درملو لپاره پرته له بستر کېدو مراجعه کوي.
congenital
مورزادي ناروغۍ
ارثي
birth defect
مورزادي نیمګړتیا
congenital abnormalities
مورزادي نیمګړتیاوې
dyslexia
د ځانګړو کلیمو، تورو، سمبولونو په زده کړې او لوست کې ستونزه کومه بې نظمي چې په هوښیاروالي اغیز نلري
 
schizophrenia
دا ناروغي یوه ذهني بې نظمي ده، په دې ډول ناروغانو کې د فکر، احساس او چلند تر منځ خپلمنځي اړیکه پرې شوې وي کومه چې نامناسب عمل ته لار هواره وي، ، غلط یا نامناسب فکریې ذهن کې تولیدیږي، نامناسبه احساس لري او له حقیقي ژوند څخه تصوري ژوند ته مخه کوي.
Share
Hide Buttons