Basil de Ferranti

د ۱۹۳۰ کال، د جولای په دوېمه نېټه زېږېدلی او د ۱۹۸۸ کال، د سپټمبر په ۲۴ نېټه مړ شوی. د انګلستان سوداګر او د محافظه کاره تنظیم سیاست پوه وو. زده کړې یې په (Eton and Trinity College, Cambridge) کې کړي. د انګلستان د نامتو مخترع (Sebastian de Ferranti) لمسی وو. په ۱۹۵۸ کې د پارلمان د غړي په توګه (Morecambe and Lonsdale) ته کاندید شو. د ۱۹۶۴ کال په انتخاباتو کې یې پارلمان پرېښود. په ۱۹۶۲ کې د کمې مودې لپاره د انګلستان د هوایي چارو لپاره پارلماني وزیر وو. وروسته د ۱۹۷۶–۱۹۷۸ کلونو ترمنځ د اروپا د اقتصادي او ټولنیزې کمیټې غړی او ریس شو او له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۲ پورې د اروپایي پارلمان غړی او د ریس مرستیال شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons