Bat-eared fox – اسمان څکالي ته ورته غوږ لرونکې ګیدړه – غټ غوږې ګیډره
په انګریزۍ کې ورته (Cape Fox, Big-eared Fox, orMotlosi) نومونه هم اخلي. د ډول علمي نوم یې (Otocyon megalotis) ده، د غټوغوږونو ګیدړه ده او د سپي له کورنۍ کانیدای (Canidae) سره تړاو لري. د افریقا په وچو شرقي او جنوبي سیمو کې پیدا کیږي. دا ګیدړې ۴۸ غاښونه لري چې نورو کانید (canid) څخه په شمېر کې شپږ زېات دي. په شکل کې سرې ګیدړې ته ورته ده خو توپیر یې غټ غوږونه دي. د بدن رنګ یې زېړ ته ورته خړ ده خو پښې، مخ، د لکۍ سر او د غوږونو سرونه یې تور دي. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي چې تر ۳۰ سانتي متره پورې لکۍ هم پکې شامله ده. له ۳ تر ۴.۵ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. ډېر وخت یوازې یا په وړوکي ګروپ کې ژوند کوي او خواړه یې حشرې دي. له دوه تر پنځو پورې بچیان زېږوي او د حاملګي دوران یې له ۶۰ تر ۷۰ ورځو پورې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!