Batrachia
د دوه ژواکو یو کلیډ ده په کوم کې چې چونګښې، د اوبو لټکې او د الوکوډېټ له منځه تللي غړي شامل دي خو سیسیلین پکې نشته. په لمړي ځل باندې د دې ګروپ نوم (Batrachia) د فرانسې زولوجي پوه (Pierre André Latreille) په ۱۸۰۰ پېړۍ کې چونګښو ته کارولی. په وروستیو کې یاد نوم د اوبو د لټکو او د چونګښو د ورستیو پلرونو او ټولو نسلونه ته کارېدلی. مالیکولي او مورفولوجیکي مطالعې ښي چې چونګښې او لټکې له یوبل سره د سیسیلینونو په پرتله نږدې تړاو لري. یوازیني داسې شمزي لرونکي ژوي دي چې سترګې ښکته کولی او پورته کولای شي. همداسې په (Procera) کلېډ کې بیا لټکې د سیسیلنونو تر ټولو نږدې تړاو لرونکي ګڼل شوي. او چونګښې له دواړو سره تړاو لرونکې ګڼل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!