د سپیانو نسل ده، نسل یې په انګلستان کې اخیستل شوی، د نسل اخیستنې موخه یې د غوییزو او پسونو څر وه. نسل یې ممکن د اروپا د څر له نورو سپیانو اخیستل شوی وي. د بدن کچه یې منځنۍ ده، اوږده وېښته لري، په وېښتو کې یې اوږده زوړند غوږونه هم پټ وي. مالک یې باید هر وخت پاملرنه وکړي تر څو یې وېښته په ښه وضعیت کې پاتې شي.
قد یې له ۲۰ تر ۲۲ انچه (۵۱ تر ۵۶ سانتي متره) پورې لوړیږي، روښانه او تېز خیره دواړه رنګونو کې شته دي خو د بدن ډېره برخه یې سپینه وي. له کاري موخې پرته یې اروپایان په کورنو کې هم ساتي.
