Beef cattle – د غوښې لپاره غوییز

د غوښې لپاره غوییز د غوییزو ځانګړي نسلونه دي او یوازې د غوښې د تولید لپاره ساتل کیږي. د غوښې لپاره غوییز له هغو غوییزو سره توپیر لري کوم چې د شیدو لپاره اخیستل شوي نسلونه دي. ځینې خلک پادې ساتي او له پادو ترلاسه شوي خسکي پلوري، خو ځینې یې بیا په ځانګړو خوړو لکه غله او داسې نورو وزن زیاتوي او بیا یې د غوښې مارکېټ باندې پلوري.

له غوښې پرته غوییز د چرم، خوږو، شامپو، سینګار توکو او د اینسولین په تولید کې هم کاریږي.

د نسل اخیستنې لپاره کنټرول شوې طریقې کاریږي او له داسې غوییزو یې نسل اخیستل کیږي چې د دواړو د ځانګړنو په یو ځای کولو مطلوب نسل ترلاسه کړای شي. د سیمې له ناروغیو، تودوخې یا سړو سره مقاومت لرونکی وي. ځینې نسل اخیستونکي بیا له داسې غوییزو نسل اخلي چې غویی یې د غوښې او غوا یې د شیدو لپاره وکارولی شي. د ودې حال کې هیوادونو کې بیا نسل اخیستونکي څلور موخې په پام کې نیسي : له تودې یا سړې هوا او د سیمې له ناروغیو سره مقاومت، غویی د کار او غوښې لپاره، غوا د نسل زیاتونې او شیدو لپاره.

د دوه موخو لپاره تر ډېره اخیستل شوي نسلونه د زېبو غوییزو دي لکه د هند تارپارکار او اونګولې غوییز. د څو موخو لپاره بېلګه یې دسویس سیمینتال او فلکوي غوییز دي کوم چې پخوا د کار، شیدو او غوښې لپاره ساتل کېدل.

کله چې له غواګانو سره غویی پرېښودل شي ډېری وخت هغه خسکۍ چې په دوېم ځل بلاربېدو ته چمتو وي تر غوا ګانو زیات وخت نیسي په دې مانا چې سخندر باید له لس تر پنځلس ورځو پورې له خسکۍ سره پرېښودل شي. په لویو فارمونو کې د مصنوعي القاح له لارې بلاربیږي. ډېری وخت په اوړي کې بلاربیږي او را روان پسرلي ته لنګیږي. د بلاربېدو د مودې ټاکنه یې له ځینې فکتورونو سره تړاو لري.

په عصري نسل اخیستنه کې تر ډېره د ناروغیو مخنیوي او خپرېدو ته پام کیږي. همداسې د غوییزو د پېرلو پر وخت یې د ناروغیو ازموینه هم کیږي. که چېرې یو ناروغ غویی واخیستل شي او په پاده کې پرېښودل شي نو ټوله پاده په ناروغۍ اخته کولای شي.

ځینې نسلونه په ډېرو کمو خوړو ډېر ژر وزن اخلي، ځینې نسلونه تر نورو ژر نسل زیاتوالی شي، د ځینې نسلونو د غوښې کیفیت ښه وي، د ځینې نسلونو په خسکیانو کې جنتیکي ستونزې نشته وي. د ژو د نسل اخیستنې پروګرام که چېرې د ژوي په اړه کافي مالومات ترلاسه شي نو مناسب نسل به مو ترلاسه کړی وي.

په پرمختللو هیوادونو کې د څارویو ساتنه او له څارویو سره پټ بې کچې ظلم

د حکومتونو لخوا داسې سپارښتنه کیږي چې د څارويو د ساتنې لپاره باید داسې چاپېریال وي چیرې چې څاروي کم سټرس تجربه کوي خو برعکس په ډېر تنګ ځای کې د کانکریټ له پاسه په لس سانتي متره له غوشایو سره ګډو شو ادرارو کې ولاړ بې کچې زیات سټرس او ډیری وخت د پښو ناروغیو نیولي وي او د ژوند تر پایه د لوی ټپ درد احساس کوي. د حکومتونو لخوا سپارښتنه کیږي چې په ډېره توده یا سړه هوا کې باید پناه ځای ولري خو په لویو فارمونو کې د کار کوونکو لخوا په برېښنایي ټکانونو هدایت کیږي، په وهلو ټکولو ټپي کیږي او داسې ځای کې ساتل کیږي چې هره دقیقه څاروی خپل درد بیانوي او خپل مرګ ته منتظر وي. همداسې د حکومتونو لخوا د ویترنري سپارښتنه کیږي خو په وهلو، ښکرونو وېستلو او داسې نورو چارو کې یې ټپونه تقریبا تر ۱۵ سانتي متره زیات پړسېدلي وي مګر د ویترنري خدمات تر قصابي پورې نه ویني. که تاسې یې نور مالومات په اړه لرل غواړی نو یوټیوب کې د (slaughterhouse cruelty) په اړه لټون وکړئ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons