Belemnoid – بېلېم نایډ

په انګرېزۍ کې ورته (belemnite) هم وایي. د سېفالوپوډ ګروپ (cephalopods) له منځه تللي غړي دي هغه ژوي دي چې له عصري لس بازو لرونکي حلزون یا سکویډ (squid)، اته پښيو (octopus) او نوټیلوس حلزون (nautilus) سره تړاو لري. بدن یې داخل کې غټ صدف لره. د ډېرو د بدن کچه له ۳۰ تر ۵۰ سانتي متره (۱۲ تر ۲۰ انچه) پورې اوږده وه. بېلېم نایډ له ډېونین وخت (Devonian) څخه (۳۹۸ میلیونه تر ۴۱۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ) تر کرتاسه مودې (Cretaceous Period) تر ۶۵.۵ میلونه مخکې پورې ژوند کوه. په ایوسین وخت (Eocene Epoch) کې کوم چې ۳۴ میلیونه کاله وړاندې پای ته رسېدلی د دې ژو نسل له منځه تللی. په ډېرو ډولونو کې یې داخلي صدف سیده وو خو په ځینو کې لږ تاو شوی شکل لري. صدف یې په شکل کې پېچلی ده او د عضلاتو په وصل کې یې مرسته کوله د دې ژو خوښځت کې یې هم رول لره.

Picture By Ghedoghedo – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=11316793