Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

په نیدرلندي کې ورته (Rood West-Vlaams) نوم اخلي، په فرانسوي کې یې په ( Rouge de Flandre occidentale) نوم یادوي، د ختیځې فلاندر سیمې غوییز دي. د فرانسې په شمال کې یې هم نسل زیات وو. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دی.


ځانګړنې
سور رنګ کې وي، سر کې یې سپین رنګ موجود وي، اوږده درنده تنه لري. نسل یې د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۱۹۸۰ لسیزه کې نسل اخیستونکو هڅه وکړه چې د شیدو لپاره جلا او د غوښې لپاره جلا ډولونه رامنځته کړي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویی قد تر ۱۵۳ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په ۲۰۰۱ کال کې ټولټال ۱۰۰ غوییز پاتې وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons