Bellerophon – بېلېروفون

د ګاسترپوډ حلزون (gastropods) له منځه تللی نسل چې اوس وخت د فوسیل په توګه له اوردوېشین مودې له ۴۴۴ میلیونه تر ۴۸۸ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ (Ordovician Period) تر تریاسیک مودې ۲۰۰ میلیونه تر ۲۵۱ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ (Triassic Period) په ډبرو کې پیدا کیږي. د حلزون لوی ګروپ ده چې د لومړنیو حلزون په څېر صدف یې لره او صدف یې تاو شوی شکل لري.