Bicolored-spined porcupine – دوه رنګه اغزن شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Coendou bicolor) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د شپې لخوا فعال، په ونو کې ژوند کوونکی دی. په بولیویا، کولمبیا، ایکوادور او پېرو کې پیدا کیږي. بدن یې ګڼو اغزنو وېښتو پوښلی وي. لکۍ یې بشپړ د نښلېدو وړ ده او اغزنه نه وي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ اېرېتیزونتیدای
فرعي کورنۍ اېرېتیزونتینای
نسل کوېندو

Coendu bicolor