Bilby – سوی غوږی باندي کوټ
د ډول علمي نوم یې ماکروتیس لاګوتیس (Macrotis lagotis) ده، په انګریزۍ کې ورته (greater bilby, dalgyte, or greater rabbit-eared bandicoot) نومونه هم اخلي. وړوکی د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکی (nocturnal)، کندی کیندونکی مارسوپیل ده. د تایلا کومي ایدا (family Thylacomyidae) کورنۍ غړی ده، د پېرا مېلې مورفیا ډله (order Peramelemorphia) کې شامل ده او اصلي ځای یې استرالیا ده. د انګریزانو له تګ څخه مخکې سوی غوږی باندي کوټ په ۷۰% استرالیا کې موجود وو خو اوسمهال یوازې په ګرېټ سنډي، تنامي او ګیبسون کې پیدا کیږي خو کمه اندازه په کوین لنډ کې هم شته. سوی غوږی باندي کوټ له باندي کوټ سره ډېر نږدې تړاو لري خو باندي کوټ په پېرا مېلیدای کورنۍ (family Peramelidae) کې ډلبندي شوی.
سوی غوږی باندي کوټ اوږد اوربوز لري، نیله خړ رنګ لري، خېټه (underbelly) یې سپینه ده، سوی ته ورته بې وېښتو غوږونه لري. د نر او ښځې جنس یې ډیمورفیک یا دوه شکله (sexually dimorphic) ده: نر یې د ښځې دوه برابره غټ وي، تر ټولو غټ نر یې تر ۵۵ سانتي متره (۲۲ انچه) پورې اوږدېدای شي او وزن یې تر ۲.۵ کیلو ګرامه (۵.۵ پونډه) ته رسېدای شي. د تګ ډول یا خېز وهل (lope) یې سوی ته ورته ده.
سوی غوږی باندي کوټ هر څه خوړونکی (omnivorous) ده، د بوټو تخم (seed)، د بوټو پیاز غوټه (bulb) او میوه خوري له دې پرته په وړو تی لرونکو، حشرو، چونجیانو، لټکو هم برید کوي. خو خپله هم د نورو ژوو لخوا ښکار کیږي د سوی غوږی باندي کوټ تر ټول غټ قاتلین ډینګو وحشي سپیان، بازان، سرې یا عامې ګیدړې، وحشي پیشوګانې او یو ډول لټکې دي.
سوی غوږی باندي کوټ په ځمکې کې کندې باسي تر څو د ورځې له ګرمۍ او له ښکار کوونکو ژوو څخه ځان پټ کړي. په دې غارونو کې یې واړه بچیان هم خپله د وړکتوب دوره تېروي. په یو کال کې تر ۴ پورې بچیان زېږوي، د اومیندوارۍ نېټه یې ډېره کمه ده چې له ۱۲–۱۴ ورځو پورې اټکل شوې خو له پیدا کېدو وروسته د مور خېټې پورې کڅوړه کې خپلې ودې ته تر ۷۵–۸۰ ورځو پورې دوام ورکوي. له کڅوړې وروسته له خپلې مور سره په کیندل شوې کنده کې تر ۱۴ ورځو پورې پاتې کیږي او له دې وروسته یا په خپله خوښه بهر بل ځای ته د ژوند لپاره ځي او یا یې مور په زوره له خپل غار څخه شړي. د سوی غوږي باندي کوټ ښځه په پنځه میاشتو عمر کې د مثل تولید کولای شي خو نر یې په ۸ میاشتو کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په ژوبڼ کې تر ۶ یا ۷ کلو پورې ژوند کوي ځینې تر ۱۱ کالو هم ژوندي پاتې شوي خو په وحشي ژوند کې یې د ژوند موده نده مالومه شوې.

Picture by Kevin503 – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=19089426