Birch mouse – د بېرک ونې مږه

د سیسیستا نسل (genus Sicista) ده. مږې ته ورته ۱۳ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. په شمالي ځنګلونوکې، د اروپا او اسیا په نیمه هوارو کې ژوند کوي. بدن یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي، نیمه د نښلېدو وړ لکۍ لري او له بدن څخه اوږده وي. د بدن رنګ یې نسواري او یا زېړ ته ورته نسواري وي. ځینې ډولونه یې له سر تر لکۍ پورې په ملا تېره شوې توره کرښه لري. خواړه یې د بوټو توکي او حشرې دي. د ځمکې په غارونو کې ژوند کوي او له مني تر پسرلي پورې د ځمکې لاندې د ژمي خوب کوي. ونې ته د ختلو ښه وړتیا لري او خپله لکۍ هم د کوزېدنې یا ختنې لپاره کاروي.
 
تر ډېرو کلونو پورې یې یوازې ۶ ډولونه پېژندل شوي وو. په ۱۹۷۰ لسیزه کې چینایي او روسي ساینسپوهانو په ختیځه اروپا او مرکزي اسیا کې ۷ نور ډولونه هم وپېژندل. د بېرک ونې مږې د ریښتینو مږو د کورنۍ (family Muridae) غړې ندي بلکې په جلا کورنۍ (family Dipodidae) کې ډلبندي شوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ډیپوډیډای
فرعي کورنۍ سیسیتینای
نسل سیسیتا
Sicista betulina 03
Sicista betulina. Found in Riga town, Latvia. Photo by AfroBrazilian

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons