د ګرمې وینې لرونکي شمزي لرونکي دي، د (Aves) کلاس جوړوي. ځانګړنه یې بڼکې لرل، بې غاښونو مښوکه لرونکې ژامې دي، د کلک پوښ یا صدف لرونکې هګۍ کوي، د لوړ میټابولیک نرخ لرونکي دي، زړه یې څلور جوفونه لري، سپک خو کلک اسکلیټ لري. مرغان په ټوله نړۍ کې ژوند کوي کچه یې له ۵ سانتي متره بي شیره خوړونکي تر ۲.۷۵ متره شترمرغ پورې وي. په اوسمهال کې ژوندي تقریبا لس زره ډولونه لري. تر نیمایي زیات یې پاسېرین ډله یا د څه له پاسه کیناستونکي مرغان دي. ټول مرغان وزرونه لري بې وزرو یې چې اوسمهال نسل له منځه تللی موا او فیل مرغه وو. مرغان په خپلو وزرو الوتنه کوي خو په ځینو مرغانو کې تکامل د الوتنې وړتیا له منځه وړې په دې کې راټیټ، پېنګوېن او د ځینې ټاپوګانو ځایي مرغان شامل دي. د هاضمې سیستم او تنفسي جهاز یې له الوتنې سره تطابق کې دي خو د اوبو د چاپېریال د مرغانو جوړښت بیا لامبو سره تطابق کې دی.
مرغان بڼکې لرونکي تېروپوډ ډایناسور دي، په اوس وخت کې د ډایناسور ژوندي ډولونه ګڼل کیږي خو په عصري کلاډیسټیک کې مرغان خزندګان ګڼل کیږي او تر ټولو نږدې ژوي یې کروکوډیل دي. مرغان له اوېلان څخه رامنځته شوي کوم چې ۱۶۰ میلیونه کاله وړاندې په چین کې راڅرګند شوي.
کوم مرغان چې ټولنیز چلند لري خپله کې یو بل ته د خپلو کلتور انتقال کوي. ډېری مرغان په خپله کې د غږ او سګنال له لارې خبرې اترې کوي. د مثل د تولید لپاره خپل کې همکار چلند لري، د خوړو لپاره په ښکار پسې تګ کوي، د سیل جوړونې چلند لري او که چېرې خطر احساس کړي نور مرغان خبروي. د ډېرو مرغانو ټولنیز چلند مونوګاموس دی خو د جنسي اړیکې له مخې مونوګاموس ندي خو ځینې لکه باز د جنسي اړیکې له مخې هم مونوګاموس دی او ټول ژوند له یوې جوړې سره تېروي، ځینې بیا د مثل د تولید په یوه فصل کې مونوګاموس دي، ځینې ډولونه یې پولیجینوس دي په دې مانا چې یو نر له زیاتو ښځو سره د مثل د تولید لپاره جنسي اړیکه نیسي، کم ډولونه یې پولیاندروس دي په دې مانا چې یوه ښځه له څو نرانو سره جنسي اړیکه نیسي. هګۍ یې د جنسي اړیکې له لارې القاح کیږي. بچیان یې په ځالو کې پیدا کیږي او له پیدا کېدو وروسته یې مور او پلار تر لویدو پورې خیال ساتنه کوي.
د مرغانو ځینې ډولونه د انسان خواړه او ځینې ډولونه په فابریکو کې د خامو موادو په توګه کارول کیږي. کورني او وحشي دواړه یې د غوښې، هګیو او بڼکو سرچینه ده. ریز کوونکي مرغان او د طوطیانو ځینې ډولونه د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. د ځینې مرغانو غایطه مواد د سرې په توګه کاریږي. له ۱۷ پېړۍ را په دیخوا د مرغانو تقریبا ۱۳۰ ډولونو نسلونه د انساني فعالیت له امله له منځه تللي. په اوسمهال کې تقریبا د ۱۲۰۰ ډلونو نسلونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي خو ځینې ادارو یې د نسل ژغورنې هڅې پیل کړي.
په (Linnaean taxonomy) کې مرغان په بیولوجیکي (Aves) کلاس کې ډلبندي شوي، عصري فیلوجنتیک ډلبندۍ د مرغانو کلاس (Aves) د ډایناسور په تېراپوډا کلېډ کې ځای کړی.
د مرغانو (Aves) کلاس او د کروکوډیلیا ډله کې د ارکوسوریا کلېډ په اوسمهال کې ژوندي خزندګان موجود دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې په فیلوجنتیکي توګه د مرغانو (Aves) کلاس د عصري مرغانو او د (Archaeopteryx lithographica) د پلرونو په توګه تعریف شوی وو. تر دې مخکې جک ګوتیر هم تعریف کړي وو، په ۲۱ پېړۍ کې ډېرو ساینس پوهانو د جک ګوتیر تعریف ته مخه کړه او همداسې د فیلو کوډ سیستم یې هم کارونه پیل کړه. کله چې د جک تعریف وکارول شو نو د مرغانو له کلاس څخه ډېر فوسیلي ډولونه ووېستل شول او په (Avialae) کې شامل شول.
ګوتیر د (Aves) بیولوجیکي نوم لپاره څلور مختلف تعریفونه کړي :
۱ – د (Aves) مانا ټول هغه ارکوسور دي چې د کروکوډایل په پرتله مرغانو سره نږدېوالی لري
۲ – د (Aves) مانا ټول هغه ارکوسور دي چې بڼکې لري
۳ – د (Aves) مانا ټول هغه ډایناسور دي چې د الوتنې وړتیا لري
۴ – د (Aves) مانا د عصري ټولو مرغانو پلرونه او له دې څخه پیدا شوي نسلونه دي
په څلورم تعریف کې (Archaeopteryx) یو الوتونکی دی خو د (Aves) په کلاس کې ندی شامل. د مرغانو په تکامل او پالیونتولوجي کې ډېرو پوهانو د ګوتیر تعریف کارولی او د مرغانو د (Aves) کلاس ټول فوسیل یې په (Avialae) کې ځای کړی خو دا څېړونکي د (Avialae) کلیمه کله نا کله د مرغه لپاره د همانیزه کلیمې په توګه هم کاروي.
ځینې څېړونکو د (Avialae) کلیمه د ټولو هغو تېروپوډ لپاره کارولې چې د (Deinonychus) په پرتله له مرغانو سره نږدېوالی لري او همداسې یې په دوېمه کچه ځینې (Troodon) ورسره اضافه کړي ځکه چې د (Deinonychus) په پرتله مرغانو ته نږدې دي.
د بیولوجیکي او فوسیلي شواهدو له مخې، ډېر ساینس پوهان په دې باور دي چې مرغان د تېروپوډ ډاینوسور ځانګړی فرعي ګروپ دی او په تېروپوډ کې د مانیرپتورا ګروپ غړي دي. مخکې ساینسپوهانو د مرغه او غیرې مرغه ترمنځ توپیر کړی وو خو دا توپیر هغه وخت بې باوره شو چې د چین لیاونینګ ولایت کې واړه تېروپوډ بڼکې لرونکي تېروپوډ ډاینوسور پیدا شول.
په عصري پالیونتولوجي کې الوتونکي تېروپوډ یا (avialans) له (deinonychosaurs) سره تر ټولو نږدې دي په کوم کې چې (dromaeosaurids and troodontids) هم شامل دي. ټول په ګډه د (Paraves) په نوم ګروپ جوړوي. ځینې شواهد داسې ښي چې د (paravians) پلرونه په ونه کې ژوند کوونکي وو او الوت ته ورته د ټوپ وهلو وړتیا یې لرله. همداسې (Archaeopteryx) او هغه ډاینوسور چې الوت یې نه کوه او بڼکې یې نلرلې د غوښې خوړونکي وو ; اوسنۍ مطالعې ښي چې (avialans) هر څه خوړونکي وو.
تر ټولو ښه مطالعه شوی (Archaeopteryx) د جوراسیک مودې دی. فوسیل یې د ۱۹ پېړۍ په پای کې موندل شوی، غاښونه یې خزندګانو ته ورته والی لري، منګولو ته ورته پښې لري، او اوږده لکۍ یې کربوړي ته ورته ده، وزرونه یې د الوت لپاره بڼکې لرلې. د مرغانو مستقیم پلرونه نه ګڼل کیږي خو ګمان کیږي چې د مرغان له پلرونو سره یې نږدې تړاو لره.
په عصري مرغانو کې ۴۰% ځانګړنې د ۶۰ میلیونه کاله په اوږدو کې له (bird-line archosaurs) څخه پیل تر لمړیو (maniraptoromorphs) پورې رامنځته شوی بدلون دی. په دې موده کې ممکن مرغانو په پوستکي کې له هډوکي جوړ قاب (osteoderm) له لاسه ورکړی وي او لمړنیو بڼکو یې وده کړې وي. د مانیرپتورومورفا له راڅرګندېدو وروسته په ۴۰ میلیونه کاله کې د مرغانو د بدن د کچې کمېدنه رامنځته شوې او په تدریجي توګه د نیوټېنیک ځانګړنه پکې زیاته شوې. په مرغانو کې هایپر کارنیوري چلند یا د غوښې خوړنه هغه کمه شوه چې د مغز کېس یې غټ شو او د بدن مخکیني غړي یې اوږده شول. بهرنی کلک پوستکی (integument) پېچلی شو او د نورمال بڼکو لرونکو جوړښت باندې بدل شو.
وروسته په کرېټاسیوس موده کې (Avialans) د شکل له مخې په مختلفو ډولونو بدل شول، په زیاتو ډولونو کې یې لومړنۍ ځانګړنې پاتې شوې لکه منګولې لرونکي وزرونه، غاښونه خو وروسته دا ځانګړنې د (avialan) په ډېرو ګروپونو کې د عصري مرغانو (Aves) په شمول له منځه ولاړې. په تکامل کې د پیګوسټیل رامنځته کېدنه هم شامله ده. همداسې ۱۰۰ میلیونه کاله وړاندې د کرېټاسیوس مودې په پای کې د ټولو عصري مرغانو د خاصره لګن هډوکی پراخ شو تر څو په خپل واړه بدن غټې هګۍ واچولی شي او ۹۵ کاله وړاندې یې د بوی حس کې ښه والی رامنځته شوی.
د تکامل درېم پړاو یې له (Ornithothoraces) سره پیل شوی په دې مانا چې مرغه سینه لرونکی شوی، د مرغه ایروډاینامیک او د الوتنې وړتیا ته رجوع کوي، په اسکلیټ کې یې ځینې برخې له لاسه ورکړي او ځینې همکارې برخې رامنځته شوي لکه د سینې د هډوکي (keeled sternum) او په وزر کې د پای برخه کې د (alula) هډوکي پراخېدنه او د منګولو لرونکو وزرو له لاسه ورکوونه.
د مرغانو د پلرونو لمړی متنوع ډولونه (enantiornithes) وو. د نوم مانا یې “برعکس مرغان” ده، د وږو د هډوکو جوړښت یې برعکس لور ته وو او له همدې امله پرې برعکس مرغان نوم کېښودل شوی. زیات ایکولوجیکي چاپېریالونو یې نیولي وو کوم چې د سمندر غاړو په شګو کې اوسېدل په کب نیونه یې ځان تغذیه کوه او کوم چې په ونه کې ژوند کوونکي وو په تخمونو یې ځان تغذیه کوه. په میسوزویک عصر کې د ډاینوسور له نورو نسلونو سره ورک شول.
د مرغانو د پلرونو دوېم ګروپ کومو چې مختلف نسلونه لرل (Euornithes) دی د نوم مانا یې ” ریښتوني مرغان ” ده. نیمه په اوبو کې ژوند کوونکي وو خواړه یې په اوبو کې کبان او نور واړه اورګانېزم وو. د پلرونو په څېر یې په ونه کې د ژوند کولو وړتیا نلرله او ډېری یې په اوبو کې لامبو وهونکي او غوټه وهونکي وو. په دې مرغانو کې ډېرې ځانګړنې د عصري مرغانو ځانګړنې هم دي.
ټول عصري مرغان په (Aves) کلاس کې شامل دي. دا کلاس په دوه فرعي برخو وېشل شوی یوه برخه کې یې الوت نه کوونکي راټیټ مرغان لکه شتر مرغ، کم الوت کوونکي ټیناموس او بې کچې متنوع نیوګناتای او دوېمه برخه کې یې نور ټول مرغان شامل دي.
مرغان د نړۍ په ټولو لویو وچو کې ژوند کوي. د انترکتیکا تر ۴۴۰ کیلو متره داخل کې هم د مثل د تولید لپاره کالونۍ جوړوي د دې مرغانو ځانګړې بېلګه (snow petrel) ده. تر ټولو زیاته د ډلونو تنوع یې په ګرمو سیمو کې پیدا کیږي. مخکې ګمان کېده چې په ګرمو سیمو کې یې د ډولونو د تنوع لامل د تکامل د بهیر لوړ نرخ دی خو اوسنۍ مطالعې ښي چې په لوړو عرض البلدونو کې د تکامل د بهیر نرخ د ګرمو سیمو په پرتله لوړ خو د کمو ډولونو لامل یې د نسلونو له منځه تلو لوړ نرخ دی. د مرغانو ډېر ډولونه هر کال تر ډېرو لرو سیمو پورې کډوال کیږي ځینې یې د سمندر له یوې غاړې تر بلې غاړې پورې هم سفر کوي. ځینې سمندري ډولونه یې سمندر غاړو ته یوازې د مثل د تولید لپاره له سمندره راوځي. د پېنګوېن ځینې ډولونه یې په اوبو کې تر ۳۰۰ متره پورې غوټه وهلای شي. د مرغانو زیاتو ډولونو په داسې سیمو کې د مثل تولید کړی چېرې چې انسانانو د نسل اخیستنې لپاره انتقال کړي او سیمه ایز کړي لکه دښتي چرګ کوم چې د سپورت لپاره ټولې نړۍ ته د انسان لخوا انتقال شوی او یا هم شین توتي کوم چې انسان د کورني ژوي په توګه نورو سیمو ته وړی. امریکا ته چې کله له اروپا د سوداګریزې موخې لپاره انتقال شول وروسته یا انسانانو خپله له پنجرو ازاد کړل او یا یې له پنجرو تېښته کړې او په ځنګلونو کې مېشت شوي.
د بدن اسکلېټ یې له سپکو هډوکو جوړ دی. په هوا ډک شوي جوفونه لري، جوفونه یې د (pneumatic cavities) په نامه یادیږي ; جوفونه یې له تنفسي جهاز سره وصل وي. بشپړ ودې رسېدلي کې یې د سر د کوپړۍ هډوکی فیوز شوی وي او (cranial sutures) نه ښي. اوربېټونه یې غټ وي او د هډوکي په سېپټیم سره جلا شوي وي. شمزی یې له څلور برخو جوړ وي : د غاړې برخه، د سینې برخه، د ملا برخه د لکۍ برخه. د غاړې د مهرو شمېر یې په ټولو کې لوی توپیر لري او د انعطاف وړ دي، د شمزي د سینې د برخې په مهرو کې یې د مهرو خوځښت کم شوی خو د ملا برخه بې خوځښته وي. د شمزي پای کې یې څو مهرې له خاصره لګن سره فیوز شوې وي او دا برخه یې سینسکروم جوړوي. د بدن مخکیني غړي یې په وزرو بدل شوي او په هر ډول کې یې د وزرو وده توپیر لري.
مرغان لکه د خزندګانو په څېر یوریکوټېلیک دي په دې مانا چې د ضایع شوي نایټروجن لویه برخه په خپلو فاضله موادو کې بهر باسي، پښتورګي یې له وینې څخه ضایع شوی نایټروجن تصفیه کوي او د یوریک اسیدو په توګه یې د یوریا او یا امونیا پرځای دفع کوي. د خالي ادرارو لپاره مثانه نلري او نه د خالي ادرارو لپاره بهر ته پرانیستې لري (شترمرغ پکې استثنا ده). د بدن یوریک اسید یې د نیمه جامد شکل کې د کلمې له لارې بهر کیږي. د شیره خوړونکو مرغانو په څېر ځینې مرغان یوریک اسید د امونیا په توګه بهر باسي، همداسې د کریاټینین په ځای کریاټین بهر دفع کوي. د مرغانو مقعد ته (cloaca) نوم اخلي او د څو موخو لپاره پرانیستې ده، له همدې لارې فاضله مواد دفعه کوي، جنسي اړیکه نیسي او ښځه یې هګۍ پرې اچوي.
د مرغانو ججوري ته (crop) وایي او شاټینګي ته یې (ventriculus or gizzard) نومونه اخلي. د هاضمې په سیستم کې یې د خوړو د ذخیره کولو لپاره ججوری شامل دی او د تیګو د ذخیره کولو لپاره شاټینګی پکې موجود دی. مرغان غاښونه نلري او له همدې امله تیګي خوري تر څو په شاټینګي کې خواړه میده کړای شي. ځینې کډوال کیدونکي مرغان د بدن په مختلفو برخو کې پروتین ذخیره کوي او د کډوالی په وخت کې یې د اضافي انرژي په توګه کاروي.
په پالیګوناتای کې پرته له کیویس، په توتکۍ شکلو کې د اوبو له چرګه پرته او کورني چرګانو یا ګالیفارم کې ټول نران ذکر لري. کله چې جنسي نزدیکت نکوي نو ذکر یې په (proctodeum) کې پټ وي ; د دې تر څنګ د مرغانو په (Neoaves) کلېډ کې هېڅ مرغه ذکر نلري. ښځه یې د نر د سپرمو د ذخیره کولو لپاره ټیوبیول لري په دې کلېډ کې له ځینو مرغانو پرته ټول عصري مرغان شامل دي. په ښځه کې یې ټیوبیول سپرم ژوندي ساتي، په ځینو ډولونو کې سپرم د ښځې په ټیوبیول کې تر ۱۰۰ ورځو پورې ژوندي پاتې کېدای شي. ډېرې ښځې یې یوه د هګیو تولیدونکې کیسه یا تخمدان او د هګیو د انتقال یو تونل لري، دواړه یې د بدن په کیڼ اړخ کې وي. د مرغانو په ۱۶ ډلو کې ټول ډولونه دوه د هګیو کیسې یا تخمدانونه لري او یادې ډلې یې استثنا ګڼل کیږي. په دواړو نر او ښځه کې د مثل د تولید له مودې وروسته ګوناد کمیږي.
مرغه یا نر وي او یا ښځه په دې مانا چې دوه جنسیتونه لري. جنسیت یې په Z او W کروموزوم ټاکل کیږي لکه په تی لرونکو کې چې په Y او X کروموزوم ټاکل کیږي. نر مرغه دوه ZZ کروموزوم لري او ښځه یو Z او یو W کروموزوم لري. په القاح کې یې د نر او ښځې جنس مالومیدای شي، یوې مطالعې ادعا کړې وه چې که چېرې هګۍ په لوړه تودوخه کې وشاربل شي نو د نرانو په پرتله ښځې زیاتې وي خو وروسته مالومه شوه چې په لوړه تودوخه کې نر د ښځې په پرتله زیات مړ کیږي او له تودوخې سره یې د نرخ کموالی کومه اړیکه نلري.
د ټولو ژو په ګروپونو کې مرغان تر ټولو پېچلی تنفسي جهاز لري. دساه اخیستو پر وخت یې ۷۵% داخل ته اخیستل شوې هوا له سږو څخه د هوا کیسې ته داخلیږي، د هوا کیسه یې له سږو تر هډوکو پورې غزېدلې او په هډوکو کې بیا د هوا لپاره ځای موجود وي کوم چې همدا کیسه په داخل ته اخیستل شوې هوا ډکوي. کله چې ساه اخلي او بېرته یې باسي سږو ته یې په دواړو حالتونو کې تازه هوا داخلیږي. د سیرینکس کارونې په ذریعه اواز تولیدوي – سیرینکس عضلاتي جوف دی، په سیرینکس کې یې مختلفې ټیمپانیک غشاګانې سره یو ځای شوي، یادې غشاګانې د قصبه الریه پای کې سره جلا شوي، په ځینې ډولونو کې یې قصبه الریه اوږده شوې وي او د غږ په لوړولو کې مرسته کوي. کوم رګونه یې چې له زړه څخه بدن ته وینه انتقالوي له (right aortic arch) څخه سرچینه اخلي، په تی لرونکو کې برعکس (left aortic arch) دا برخه جوړوي. د رینل پورټل سیستم په ذریعه یې پوسټ کاوا له پښو څخه وینه تخلیه کوي، د تی لرونکو برعکس د وینې سرې حجرې یې هسته ساتي.
د مرغانو څلور جوفونه لرونکی مایوجنیک زړه په فایبري پیریکاردیال کیسه کې وي. پیریکاردیال کیسه یې په سیروس مایع د غوړونې لپاره ډکه شوي وي. زړه یې په کیڼې او ښۍ نیمه برخو وېشل شوی وي، هره برخه کې یې اټریوم او وانټریکل موجود وي. هره برخه یې په (atrioventricular valves) جلا شوې وي کوم چې د انقباص پر وخت له یوه جوف څخه بل ته وینې د جریان مخنیوی کوي. د زړه د سرعت ساتنه یې د سرعت تولیدونکې حجرې کومې چې په (sinoatrial node) موقیعت لري کوي. زړه یې له (endocardial, myocardial and epicardial) عضلاتي طبقو جوړ شوی. د (atrium walls) یې له (ventricle walls) څخه نری دی او لامل یې بدن ته د اکیسجن لرونکې وینې د انتقال لپاره انقباض دی.
د بدن د کچې په پرتله یې عصبي سیستم لوی دی. د مغز تر ټولو پرمختللې برخه یې هغه برخه ده چې د مرغه الوت سره تړاو لرونکی فعالیت کنټرول کوي. په مغز کې یې (cerebellum) خوځښت همغږی کوي او (cerebrum) چلند کنټرول کوي لکه د ځالې جوړونې، سفر کولو او د جنسي اړیکې چلند. ډیری مرغان د بوي کمزوری حس لري خو کیویس، د نوې نړۍ ولچر او تونل پوزی مرغه پکې استثنا ده.
د لید سیستم یې ډېر پر مختللی دی. د اوبو مرغان په سترګو کې ځانګړی د انعطاف وړ لېنز لري کوم چې په اوبو او هوا کې د لید اکوموډېشن ممکن کوي. ځینې یې غبرګوني (fovea) لري. مرغان تېتراکروماټیک دي په دې مانا چې سترګو کې له ماوراء بنفش وړانګو سره حساسې کوون حجرې لري. ډېر مرغان د ماوراء بنفش وړانګو په شتون کې د بڼکو مختلف رنګونه منعکس شوې ویني کوم رنګ چې د انسان سترګې نشي لیدلی خو مرغان یې ویني او د خپل نر او ښځې توپیر پرې کوي. د ماوراء بنفش وړانګو په شتون کې د شخوند وهونکو ادرار انعکاس کوي او د مرغانو کېسټرېل ډله یې له هوا څخه په ادرارو منعکس شوو وړانګو پیدا کوي. کوم مرغان چې د سر په څنګ کې سترګې لري د لید سیمه یې پراخه وي او کوم مرغان چې د سر په مخکې لور کې لکه د کونګ په څېر سترګې لري بېنکولر لید لري. مرغان خپلې سترګې نشي خوځولی خو ځینې ډولونه یې د سترګو خوځولو وړتیا هم لري.
Post Views: 1،276
Comments
So empty here ... leave a comment!