د ډول علمي نوم یې (Dasyprocta fuliginosa) دی. په سوېلې امریکا کې د اګوټي یو ډول دی. د ډاسي پروکټیډای کورنۍ (family Dasyproctidae) غړی دی. د امزون په شمال لوېدیځ، سوېلې وېنزوېلا، ختیځې کولمبیا، ختیځ ایکوادور، لوېدیځ برازیل او د پېرو په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. له درې نیم تر شپږ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د ورځې لخوا فعال وي، یوازې او یا جوړه ژوند کوي. خواړه یې مغزي او تخمونه دي. په ځنګلونو، بې ونوسیمو کې، د کرنې پټیو کې ژوند کوي. په پېرو کې د امزون په سیمه کې محدود دي. د اوبو له هر ډول بهېدنې سره نږدې ژوند کوي. د چونې په ډبرو کې یا د ونو په ریښو کې خپل غارونه جوړوي.
Post Views: 211
Comments
So empty here ... leave a comment!