Black rhinoceros – تور ګېنډا

د ډول علمي نوم یې (Diceros bicornis) دی. په عامه ژبه کې په ( black rhino or hook-lipped rhinoceros ) نومونو هم یادیږي. د ګېنډا یو ډول دی. اصلي ځای یې د افریقا ختیځ او سوېل دی. په انګولا، بوتسوانا، کینیا، مالاوي، مزمبق، نمیبیا، سوېلې افریقا، اېسواتیني، تانزانیا، زامبیا او زمبابوې کې پیدا کیږي. نوم یې تور ګېنډا پرې ایښی خو رنګ یې له نسواري تر خړ پورې وي.
د افریقا بل کېنډا سپین ګېنډا دی په انګریزۍ کې ورته (white rhinoceros) نوم اخلي. رنګ یې سپین نه دی بلکې انګریزانو د افریقا له (wyd) کلیمې نوم اخیستی کوم چې د ګېنډا پاسنۍ مربع شکل لرونکې شونډې ته رجوع کوي خو اوس یې انګریزانو هم نوم بدل کړی او د (square-lipped) نوم سپین ګېنډا ته اخلي او د (hook-lipped) نوم تور ګېنډا ته کاروي. د دواړو اوربوز له یو بل سره توپیر لري.

تور ګېنډا ۸ فرعي ډولونه هم لري له کومو چې د درې فرعي ډولونو نسل له منځه تللی دی.


ډلبندي
په لمړي ځل یې ساینسي نوم (Rhinoceros bicornis) په کال ۱۸۳۷ کې کارل لینیوس د خپل کتاب “سیستېما ناتیورای” په لسم چپټر کې کارولی. د نوم مانا یې دوه ښکره لرونکی ګېنډا ده.

د تور ګېنډا د ډول د غړو تر منځ د توپیر په اړه ډېرو مسلکي لیکوالانو لیکل کړي خو د توپیر په اړه یې توافق ته نه دي رسېدلي تر څو یې جلا ډول یا فرعي ډول ومني. اوسمهال یې یوازې ۸ فرعي ډولونه منل شوي له کوم چې د درې فرعي ډولونو ټول غړي له منځه تللي او د یو فرعي ډول غړي د ورکېدو له خطر سره مخ دي.


فرعي ډولونه

– د سوېل تور ګېنډا یا د کېپ ولایت ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. bicornis) دی. اوسمهال یې ټول غړي له منځه تللی خو مخکې په ټولې سوېلې افریقا کې شته وو. په ۱۸۵۰ کې د خلکو لخوا ډېر زیات ښکار شول او د ژوند لپاره د چاپېریال سیمې یې ورته ویجاړې کړې پایله یې د نسل له منځل تلل شو.
– د شمال ختیځ تور ګېنډا د ډول ساینسي نوم یې (D. b. brucii) دی. اوسمهال یې نسل له منځه تللی. په مرکزي سوډان، اېرېتریا، په سوېل ختیځې ایتوپیا او د ایتوپیا په شمال کې، سوېل ختیځې سومالیا او د سومالیا په شمال کې پیدا کېده. تر ټولو لمړی یې غړي د سومالیا په شمال کې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې له منځه ولاړل.
– د کوب درې تور ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. chobiensis) دی. د انګولا په سوېل ختیځ کې، نمیبیا او بوتسوانا په کوب دره کې پیدا کیږي، غړي یې ډېر کم پاتي او د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
– د یوګاندا تورګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. ladoensis) دی. مخکې د سوډان په سوېل، د کینیا په ختیځ او د ایتوپیا سوېل لوېدیځ کې هم وو خو اوس یوازې په یوګاندا کې پاتې دي. ممکن د کینیا په ځینو سیمو کې اوس هم شته وي.
– د لوېدیځ تور ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. longipes) دی. اوسمهال یې ټول غړي له منځه تللي مخکې د چاډ او سوډان په سوېل او د کامېرون په شمال کې شته وو. تر ټولو وروستی غړی یې کامېرون کې مړ شو.
– د ختیځ تور ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. michaeli) دی. مخکې د سوډان په سوېل کې، ایتوپیا، کینیا او تانزانیا کې شته وو خو اوس یوازې په کینیا او تانزانیا کې پاتې دي.
– د مرکزي سوېل تور ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. minor) دی. په ډېرو سیمو کې پیدا کېدونکی فرعي ډول دی، ځانګړنې یې څورب بدن لرل، غټ سر، او پوستکي کې کافي اندازه ګونجې لرل دي. په سوېلې افریقا، تانزانیا او کینیا کې پیدا کیږي. مالاوي، بوتسوانا، زامبیا کې مخکې شته وو خو نسل یې له منځه ولاړ اوسمهال بیا ور انتقال شوي.
– د سوېل لوېدیځ تور ګېنډا ساینسي نوم یې (D. b. occidentalis) دی. په وچو او نیمه وچو سیمو کې ژوند کوي. په نمیبیا او انګولا کې پیدا کیږي.


تکامل
ګېنډا پنځوس میلیونه کاله وړاندې له نورو پېریسوډکتیلا سره په ایوسېن دوره کې موجود وو. د میوسین دورې پای کې د تور او سپین ګېنډا ګډ پلرونه په افریقا کې شته وو. دواړه سپین او تور ګېنډا ګډ پلرونه (Ceratotherium neumayri) لري. په دې کلېډ کې ډیسېروس نسل شامل دی کوم چې د څر ښه وړتیا لرله. د څلورو او پنځو میلیونو کلونو وړاندې ترمنځ تورګېنډا له سپین ګېنډا رامنځته شوی ډول دی.


تشرېح
بلوغ ته رسېدلی ګېنډا له ۱۴۰ تر ۱۸۰ سانتي متر پورې د مخکینیو پښو په ولیو کې لوړ قد لري. اوږدوالی یې له ۳ تر ۳.۷۵ متره پورې رسیږي. د بلوغ ته رسېدلي وزن یې له ۸۰۰ تر ۱۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ځینو نرانو وزن یې تر ۲۸۹۶ کیلو ګرامه پورې هم رسېدلی شي. ښځه یې له نر څخه کچه کې وړه وي. ښکرونه یې د کراټین په نامه له فایبري پروټین څخه جوړیږي، د ښکر اوږدوالی یې تر ۵۰ سانتي متر پورې رسېدلی شي. په استثنایي توګه د یو څو غړو ښکرونه تر یو نیم متر پورې هم لوی شوي. پورتنۍ شونډه یې د نښتنې وړتیا لري او کله چې ځان تغذیه کوي د پاڼو او لښتو د نیولو لپاره یې کاروي. تور ګېنډا د سپین ګېنډا په څېر څرېدونکی نه دی بلکې د پاڼو خوړونکی دی.

ډبل پوستکی یې تنه له ازغیو او تېرو وښو ساتنه کې مرسته کوي. پوستکی یې د بهرنیو پرازیتو لپاره مېزبان وي لکه شني، سپږې او کټمل او دوه ډوله مرغان (oxpeckers and egrets) د همدې پرازیت خوړلو لپاره تور ګېنډا تل ناست وي. خو ځینې ګمان کوي چې دې کې یو ډول مرغه (oxpeckers) هم پرازیت دی او خپل ځان د تور ګېنډا په وینه تغذیه کوي. تور ګېنډا کمزوری لید لري او تر ډېره په اورېدو او بوي تکیه کوي خو ځینې بیا په دې اند دي چې لید یې ځواکمن دی خو د لید په پرتله د بوي او اورېدو ښه وړتیا لري.


چلند
معمولا ېوازې ژوند کوونکي دي. خو مور او بچی یې تل سره یو ځای وي. بلوغ ته رسېدلی نر او ښځه یې یوازې د جنسي اړیکې موده کې سره یو ځای وي. تازه بلوغ ته رسېدلي یې هم کله نا کله د هر جنسیت له زړو سره ډله کیږي. د سیمې ټاکونکي نه دي او ډیری وخت د نورو سیمې ته تګ کوي خو که چېرې سیمه وټاکي د سیمې ټاکنه یې له فصل او د خوړو له پرېماني سره تړاو لري.
کوم چې په بندو ځایونو کې ساتل شوي نر یې له ښځې دوه ځلې زیات خوب کوي. د خوب لپاره ځای ټاکي او هر ځای کې ارام نه کوي.
برید کوونکی چلند لري او که له یو څه خطر احساس کړي په مستقیمه توګه برید پرې کوي. په خپله کې هم په یو بل برید کوي او تر هر تي لرونکي زیات په خپلمنځي شخړه کې مړه کیږي. تقریبا % ۵۰ نران او % ۳۰ ښځې په شخړو کې د رامنځته شوي ټپ له امله مړه کیږي. بلوغ ته رسېدلي نران یې تقریبا طبیعي ښکاریان نه لري لامل یې اوږده ښکرونه، زیات وزن او ډبل پوستکی دی خو کله نا کله تمساح برید پرې کوي. په وړو بچیانو یې ډېری وخت زمری برید کوي.


خواړه
تور ګېنډا پاڼې خوړونکی دی. په پاڼو لرونکو بوټو، لښتو، غوټیو، ازغیو لرونکو بوټو ځان تغذیه کوي. تقریبا د بوټو ۲۲۰ ډولونه یې خواړه جوړوي. په وچ موسم کې هڅه کوي داسې بوټي پیدا کړي کوم چې زیات لرګی لري. تر ۱۸ ډوله بوټو پورې یې د خوښې خواړه دي او ۱۱ ډوله بوټي د خوړو تر څنګ د اضافي خوړو په توګه کاروي. په خپلو خوړو کې زیاتوالی نه لټوي بلکې کیفیت پکې لټوي. په خوړو باندې د شخوند پړاونه یې دوه دي : لمړی پړاو یې پرې کول او دوېم پړاو یې میده کول دي. په وچ موسم کې تر ۵ ورځو پورې له اوبو پرته پاېدلی شي.

لمړی په داسې سیمو کې ژوند کول خوښوي چېرې چې بوټي موجود وي، دوېم ګام کې داسې سیمه خوښوي چېرې چې سیند، نهرونه او لرګی وي، تر ټولو کمه خوښه سیمه یې د څر لپاره د وښو سیمه وي. په فرعي ډولونه کې یې د ژوند لپاره چاپېریال خوښول توپیر سره لري.

ورځې لخوا په زیاته تودوخه کې خوب کوي، بې فعالیته پاتې کیږي او یا خټو کې ارام کوي. په خټو کې ارام یې د بدن تودوخه کموي او له پرازیت یې ژغورنه کې مرسته کوي. که چېرې سیمه کې فیل موجود وي نو په خوړو د سیالۍ له امله خپلو خوړو کې تغیر رامنځته کوي، د فیلانو په نشتون کې یې خواړه بېرته تغیر کوي.


د پیغام رسونه
د پیغام رسونې لپاره مختلفې طریقې کاروي. نورو ته د ځان ورپېژندلو یا معرفي کولو لپاره د بوي طریقه کاروي. په ونو، بوټو، له اوبو سره چار چاپېره سیمه کې او د خوړو سیمه کې خپل ادرار شیندي. ښځې یې د جنسي اړیکې موده کې د نر په څېر خپل ادرار شیندي. په ادرارو د بل غړي عمر او جنسیت هم مالوموي. نر او ښځه یې د وړو ادرارو ته مختلف غبرګون ښي. کم وخت خپل ښکرونه هم د بوي پرېښودو لپاره د ونو په ساقو موښي.
تونل ته ورته ځواکمن غوږونه لري، هر لوري ته خپل غوږونه تاوولی شي او په ډېر لرې واټن کې غږ پرې اورېدلی شي.


د مثل تولید
بلوغ ته رسېدلي یې په خپل طبیعت کې یوازې ژوند کوونکي دي خو د جنسي اړیکې موده کې نر له ښځې سره یو ځای کیږي. جنسي موده یې کوم ځانګړی فصل نه لري خو په وچو سیمو کې په لانده موسم کې بچیان زېږوي. ښځه یې چې کله وار راوړي نو نر یې د ادرارو په بوي پیدا کوي او ورپسې تګ کوونکی نر له جوړه کېدو وروسته ادرار په لغته خپروي تر څو یې بل رقیب ونشي څارلی.

د جنسي مودې پر مهال یې نر له ښځې سره تر درې ورځو پورې جوړه پاتې کیږي خو ځینې وخت تر څو اوونیو پورې سره یو ځای وي. په یوه ورځ کې څو ځلې جنسي اړیکه سره نیسي او جنسي اړیکه یې تر نیم ساعت پورې ادامه لرلای شي.

د اومیدوارۍ موده یې تر ۱۵ میاشتو پورې وي او تازه زېږېدلی بچی یې له ۳۵ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. له درېمې ورځې وروسته په مور پسې تګ کولای شي. تر دوه کالو پورې خپله مور روي له دې مودې وروسته یې له خپل تي جلا کوي خو بیا هم تر درې کلنۍ پورې له خپلې مور سره پاتې کیږي خو کله یې چې مور بیا لنګه شي پخوانی بچی یې ترې جلا کیږي. که چېرې یې بچیان ښځې وي نو د نرانو په پرتله تر زیات وخت پورې له مور سره پاتې کیږي او کوچنۍ ډله خپله کې سره جوړوي. په وړو بچیانو یې کوږ لیوه او زمری برید کولای شي. د ۵ او ۸ کالو ترمنځ عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په وحشي چاپېریال کې له ۳۵ تر ۵۰ کالو پورې ژوند کوي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله پېریسو ډکټیلا
کورنۍ راینو سېرو ټیډای
نسل ډیسېروس

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons