Blister beetle – تڼاکې ګونګټې

د کورنۍ نوم یې مېلو ایدای (family Meloidae) ده او تقریبا ۲۵۰۰ ډولونه لري. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. دا ګونګټې د کانتوریدین یا کانتاریدین (cantharidin) په نامه یو ډول ځورونکې یا خارښ پېدا کوونکې ماده ترشح کوي. له میلابریس (Mylabris) ډول او له اروپایي ډول چې د لیتا ویسیکاتوریا (Lytta vesicatoria) په نامه یادیږي او ډېر خلک یې د هسپانوي مچ (Spanish fly) په نامه هم پېژني د دې ډولونو کانتاریدین راغونډیږي او بیا په طبابت کې د پوستکي په سر پېدا کېدونکې ذخې (wart) له منځه وړلو لپاره کاریږي. پخوا وخت کې د ډېرو نورو رنځونه لپاره هم کارېدل؛ له دې پرته د مینې د شربت (love potions) په نامه یو ډول مشروب کې هم د ترکیب جز ده. تڼاکې ګونګټې د انسان لپاره زېان رسونکې او ګټورې دي. که چېرې زېات وي بشپړ فصل یا کرنه له منځه وړلی شي. د دې ګونګټو اوږدوالی له ۳ تر ۲۰ ملي متره پورې رسیږي، روښانه رنګ لري. استوانه اي ډوله بدن یې د وزرو په وسپنیز پوښ چې نیله یا شین رنګ لري پوښل شوی وي او ډېر وخت یې بدن خاپونه یا نښانونه لري. ښځه یې له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې هګۍ کوي خو یوازې یو څو بچي یې ژوندي پاتې کیږي او وجه یې د دې ګونګټو پېچلی ژوند یا هایپرمیتامورفوس (hypermetamorphosis) ده. په دې ګونګټو کې د سیتاریس مورالیس (Sitaris muralis) ډول ښځه هګۍ کوي خو بچیان یې له هګۍ راوتو وروسته د ژمي په اوږدو کې ویده (dormant) پاتې کیږي. په پسرلي کې دا واړه بچیان چې د ټریونګولین (triungulins) په نامه یادیږي او د شاتو د مچیو سپږې (bee lice) هم ګڼل کیږي د شاتو مچیو پسې ځان نښلوي. کله چې د شاتو د مچیو ځالې ته ولاړ شي هلته په ځاله کې په ذخیره شوو خوړو او د شاتو د مچیو په هګیو ځان تغذیه کوي. کله یې چې پوپل دوره (pupal) بشپړ شي ځان له ځالې لاندې غورزوي او فصل یا د کرنې په خوړلو پېل کوي. ځینې ډولونه یې د غوړو ګونګټې په نامه یادیږي چې له دې نورو سره یې د بدن جوړښت توپیر لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons