Blue butterfly – نیله کمبلی
د پولیوم متینای فرعي کورنۍ (subfamily Polyommatinae) ده. عام کمبلي یا شاپېرک ګڼل کیږي، د کورنۍ نوم یې لیکای نیدای (Lycaenidae family) او د ډلې نوم یې لېپیدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. غټ کمبلي یې واړه او نازک دي. د وزرونو پراخوالی یې له ۱۸ تر ۳۸ ملي متره پورې ده. تېزه الوتنه کوي او داسې نیله وزرونه لري چې که له بلې زاویې ورته وکتل شي بل رنګ ښکاري چې په همدې ځانګړتیا یې له نورو سره توپیر کیږي. د نر مخکنۍ پښې یې کمې یا وړې دي او په ښځه کې بیا دا پښې بشپړ وده کوي.
ځینې ډولونه یې چې خواړه هضم کړي د بوټو شات (honeydew) ترشح کوي کوم چې مېږیانو لپاره خواړه دي. مېږیان یې چې کله لاروا بچیان پیدا کړي نو په خپلو پښو باندې یې لمس کوي تر څو یې د بوټو د شاتو ترشح کولو ته وهڅوي. د مکولینای اریون او فینګاریس ډولونه (Maculinea arion, or Phengaris arion) یې خپله لاروا او پوپل دوره (larval and pupal stages) د مېږیانو په ځاله کې تېروي او په پسرلي کې چې کله غټ شي په الوت پېل کوي.
د وزرونو رنګ یې نیله خو په ښځه کې تر نر څخه تېز وي. ځینې ډولونه یې لکه ارګوس (argus)، اریسیا اجیستیس (Aricia agestis) سپین یا نصواري رنګونه لري. یو ډول ته یې للکۍ لرونکی نیله کمبلی یا شاپېرک (tailed blue) وایي چې علمي نوم یې کوپیدو (cupido) ده او د وزرونو لاندې برخه کې لکۍ ته ورته ښاخونه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!