Boar – وحشي خوګ
په انګریزۍ کې ورته (Wild Boar, or Wild Pig) نومونه هم اخلي، د وحشي خوګ (Sus scrofa) ډول ده، د کورنۍ نوم یې سو ایدای (Suidae) ده. دا اصطلاح د کورني خوګ نر ته هم کاریږي. په شرقي او شمالي اروپا کې، په شمالي افریقا کې، چین او هند کې پیدا کیږي. نیوزلنډ او د امریکا متحده ایالتونو ته یې نسل انتقال شوی چې په دواړو ملکونو کې یې له ځایي خوګانو سره نسل ګډ شوی ده.
د بدن وېښته یې تور یا نصواري رنګ لري، تر ۹۰ سانتي متره پورې یې لوړوالی رسېږي، په ډله کې ژوند کوي خو چې کله زوړ شي بیا انفرادي ژوند اختیار کوي. ډېر تېز او چابک دي، د شپې لخوا فعال دي، ګیاه او غوښه خوړونکي دي، ښه لامبو وهونکي دي په انسان برید نکوي خو ورنږدې کېدل خطر لري. په هند او اروپا کې یې خلک په سپیانو ښکار کوي خو له نیولو وروسته ډېر وخت په ټوپک ویشتل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!