Boeing AH-64 Apache

د متحده ایالتونو ټوربو شفټ ماشین لرونکې برید کوونکې چورلکه ده، د پیلوټانو چوکۍ یې (tandem) شکل لري په دې مانا چې د یو بل تر څنګ ندي بلکې یو د بل تر شا ناست وي. د هدف په نښه کولو لپاره په پوز کې سېنسور لري، د شپې دوربین هم لري، د الوتکې د تنې لاندې برخه کې (30 mm M230 chain gun) ماشینداره پکې نصب ده، څلور د مهماتو د نښلونې لپاره ځایونه لري په کومو کې چې ( AGM-114 Hellfire) توغندي او (Hydra 70 rocket pods) راکټونه انتقالولای شي.
 
یاد پروګرام د متحده ایالتونو د پوځ لپاره د پر مختللې برید کوونکې چورلکې جوړولو هڅه کوله تر څو د پوځ د (AH-1 Cobra) الوتکو ځای نیونکې شي. د لمړنیو الوتکو د تولید ډول (YAH-64) وو کومې چې لمړۍ الوتنه د ۱۹۷۵ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه وکړه. په ۱۹۸۲ کې یې د بشپړ تولید تصدیق وکړ. تر ۲۰۱۳ کال پورې ټولې ۲۰۰۰ چورلکې تولید شوې وې. انګلستان یې د جواز لاندې تولیدوي کومې چې د (AgustaWestland Apache) په نامه یادیږي. د افغانستان، پاناما، د فارس خلیج، کوسوو او عراق په جګړو کې کارېدلي. اسرایلو د غزې او لبنان جګړو کې کارولي.
 
جوړونکی شرکتونه یې (Hughes Helicopters, McDonnell Douglas, Boeing Defense, Space & Security) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۵ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۸۶کال په اپرېل کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (United States Army, Israeli Air Force, Egyptian Air Force and Royal Netherlands Air Force) دي، په ۲۰۰۷ کال کې د تولید (AH-64A) ډول ارزښت ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر، په ۲۰۱۰ کې د تولید د ډول (AH-64D) ارزښت ۳۳ میلیونه ډالر او په ۲۰۱۴ کې د تولید د ډول (AH-64E) ارزښت ۳۵.۵ میلیونه امریکایي ډالر وو.
 
د مصر، یونان، هند، اندونیزیا، اسرایلو، جاپان، کوېت، نیدرلنډ، قطر، عربستان، سنګاپور، سوېلې کوریا، چین، امارات او انګلستان هوایي ځواکونه یې کاروي.
 
پیلوټان: یو پیلوټ یو همکار پیلوټ یا ماشینداره چلونکی
اوږدوالی : ۱۷.۷۳ متره
څرخ قطر : ۱۴.۶۳ متره
لوړوالی : ۳.۸۷ متره
بې وسایلو وزن : ۵۱۶۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۸۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۰۴۳۳ کیلو ګرامه
د چورلکې د تنې اوږدوالی : ۱۵.۰۶ متره
عمومي څرخ او د لکۍ څرخ دواړه څلور څلور پرې لري
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو General Electric T700-GE-701 turboshafts, 1,690 shp (1,260 kW) [upgraded to T700-GE-701C (for AH-64A/D from 1990), 1,890 shp (1,409 kW)]
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۹۳ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۵۰۰ فټه
 
وسله :
یوه (30 mm M230 Chain Gun) ماشینداره کومه چې ۱۲۰۰ مرمۍ لري
راکټونه
Hydra 70 70 mm
CRV7 70 mm
and APKWS 70 mm
توغندي
AGM-114 Hellfire variants
AIM-92 Stinger
and Spike missiles
برېښنایي سیستم
Lockheed Martin
Northrop Grumman AN/APG-78 Longbow fire-control radar
یاد برېښنایي سیستم یوازې د تولید په دوه اې او ډي (AH-64D/E) ډولونه کې نصب وي

YAH-64 1982 01759-1 cr
YAH-64 1982 01759-1 cr By Robert D. Ward
Flickr - Israel Defense Forces - Israeli Apache helicopter overlooks the Greek hills
By Israel Defense Forces
AH-64 Apache conducting pilot certification training Fort Wainwright
AH-64 Apache conducting pilot certification training Fort Wainwright By SSG Sean Brady
AH-64 from above
AH-64 from above By Army.mil

For description of image click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons