Boeing F/A-18E/F Super Hornet
د دوه ماشینونو لرونکې، په سمندري بیړیو کې د انتقال وړ، د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ګڼل کیږي. د (F/A-18E) الوتکې د یوه پیلوټ لپاره دي او د (F/A-18F) د دوه پیلوټانو لپاره چوکۍ لري. یادې الوتکې په اضافي پنځه ټانکیو کې تیل هم انتقالولای شي او کله یې چې تیل ختم شي یوه جیټ الوتکه بلې ته هم تیل ورکولای شي.
لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۹۵ کې کړې، په کال ۱۹۹۷ کې یې کم تولید پیل شو خو د همدې کال په پای کې چې کله (McDonnell Douglas and Boeing) شرکتونه سره یو ځای شول نو په سپټمبر میاشت کې یې تولید پراخ شو. په کال ۱۹۹۹ کې د متحده ایالتونو سمندري ځواکونو کارونه پیل کړه او د (Grumman F-14 Tomcat) الوتکو ځای نیونکې شوې. په ۲۰۰۷ کال کې استرالیا هم د یادو الوتکو غوښتنه وکړه تر څو یې د خپلو زړو ( F-111C) الوتکو پر ځای وکاروي او په ۲۰۱۰ کې یې تر لاسه کړې.
جوړونکي شرکتونه یې (McDonnell Douglasn and Boeing Defense, Space & Security) دي، لمړۍ الوتنه یې ۱۹۹۵ کال د نومبر په ۲۹ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۹۹ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (United States and Navy Royal Australian Air Force) دي، په ۲۰۱۸ کال کې ټولې ۶۰۰ الوتکې تولید شوې وې، په ۲۰۱۱ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۴۸.۰۹ میلیونه امریکایي ډالر او په ۲۰۱۷ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۷۰.۵ میلیونه امریکایي ډالر وو.
پیلوټان : په (F/A-18E) الوتکه کې یو پیلوټ او په (F/A-18F) الوتکه کې دوه پیلوتان چې یو پیلوټ وي او بل د وسلې د سیستم مسول کس
اوږدوالی : ۱۸.۳۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۶۲ متره
لوړوالی : ۴.۸۸ متره
د وزرو سطحه : ۴۶.۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۴۵۵۲ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۱۳۲۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۹۹۳۷ کیلو ګرامه
په داخلې کې د تیلو ظرفیت : په (F/A-18E) الوتکه کې ۶۷۸۰ کیلو ګرامه او په (F/A-18F) الوتکه کې ۶۳۵۴ کیلو ګرامه
بهر د تیلو ظرفیت : په بهر کې ۵ اضافي د تیلو ټانکۍ لري او تر ۷۳۸۱ کیلو ګرامه پورې تیل پکې ځایږي
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو General Electric F414-GE-400 turbofans
زیات نه زیات سرعت : په یوه ساعت کې ۱۹۱۵ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۴۴۸۸۲ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۴۵۹ کیلو ګرامه
وسله :
یوه (20 mm M61A2 Vulcan nose-mounted rotary cannon) ماشینداره کومه چې ۴۱۲ مرمۍ لري، د مهماتو د نښلونې لپاره ۱۱ ځایونه لري دوه د وزرو په څوکه کې دي، شپږ د وزرو لاندې او درې د الوتکې د تنې لاندې دي په کومو کې چې تر ۸۰۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالولای شي.
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
4× AIM-9 Sidewinder or 4× AIM-120 AMRAAM, and
2× AIM-7 Sparrow or 2× AIM-120 AMRAAM
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-65 Maverick
AGM-84H/K Standoff Land Attack Missile Expanded Range (SLAM-ER)
AGM-88 HARM Anti-radiation missile (ARM)
AGM-154 Joint Standoff Weapon (JSOW)
AGM-158 Joint Air-to-Surface Standoff Missile (JASSM)
بېړۍ ضد توغندي
AGM-84 Harpoon
Long Range Anti-Ship Missile (LRASM)
بمونه
JDAM precision-guided munition (PGMs)
Paveway series of laser-guided bombs
Mk 80 series of unguided iron bombs
CBU-78 Gator
CBU-87 Combined Effects Munition
CBU-97 Sensor Fuzed Weapon
Mk 20 Rockeye II
نور
SUU-42A/A Flares/Infrared decoys dispenser pod and chaff pod or
Electronic countermeasures (ECM) pod or
AN/ASQ-228 ATFLIR Targeting pods or
up to 3× 330 U.S. gallon (1,200 L) Sargent Fletcher drop tanks for ferry flight or extended range/loitering time or
1× 330 U.S. gal (1,200 L) tank and 4× 480 U.S. gal (1,800 L) tanks for aerial refueling system (ARS).
برېښنایي سیستم
Hughes APG-73 or Raytheon APG-79 Radar
Northrop Grumman/ITT AN/ALE-165 self-protection jammer pod or BAE Systems AN/ALE-214 integrated defensive electronic countermeasures system
Raytheon AN/ALE-50 or BAE Systems AN/ALE-55 towed decoy
Raytheon AN/ALR-67(V)3 radar warning receiver
MIDS LVT or MIDS JTRS datalink transceiver
Comments
So empty here ... leave a comment!