Bolivian bamboo rat – د بولیویا بامبو موږک

د ډول علمي نوم یې (Dactylomys boliviensis) دی. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول دی. په اغزنو موږکانو کې د غټو ډولونو تر منځ یو دی. تر ۳۰ سانتي متره پورې یې بدن اوږدیږي، لکۍ یې تر تنې اوږده وي او تر ۴۱ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې بې وېښتو وي، بدن یې خړ نرم وېښته لري. له مرکزي بولیویا تر سوېل ختیځې پېرو پورې او تر لوېدیځ برازیل پورې پیدا کیږي. د سیندو او یا د اوبو د جریان په غاړو کې په ګڼو شنو وښو کې ژوند کوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ایکیمي ایډای
نسل دکتیلومیس

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons