Bonobo – بونوبو
علمي نوم یې پن پانیسکوس (Pan paniscus) ده، د پیګمي چیمپانزي (pygmy chimpanzee) نوم هم ورته اخلي. تر ۱۹۳۳ کال پورې ګمان کېده چې د چیمپانزي بیزو فرعي ډول ده. یوازې د کانګو سیند جنوبي غاړه کې پیدا کیږي. د ژوند کولو طریقه او فزیکي جوړښت یې دواړه چیمپانزي بیزو ته ورته ده خو د بونوبو مخ کم بهر وتلی، تر چیمپانزي اوږدې پښې لري او ګرد سر لري. د نر وزن یې تر ۳۹ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر ۳۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي خو د قد لوړوالی د دواړو تر ۱۱۵ سانتي متره (۳.۸ فټه) پورې وي.
خواړه تل په ونو کې خوري، ځمکې ته هغه وخت راکوزیږي چې له یوې ونې بلې ونې ته خیژي، د ونو میوې، د ونو ریښې او د وښو ځینې ډولونه خوري. خپل خواړه له یو بل سره شریکوي. په ځینې ځایونو کې چې اوبه پیدا کړي خپل خواړه تر خوړلو مخکې په اوبو کې مینځي. اضافي خواړه یې کاتیرپیلار ( دپتنګ او کمبلي یا شاپیرک لاروا بچیان) او د ځمکې چونجیان دي. ځینې ښکاریانو او راپور جوړونوکو د اسمان څکالي په خوړلو هم لیدلي. نورې بیزوګانې نه ښکار کوي او د ښکار پر ځای لوبې ورسره کوي، خیال یې ساتي. د چیمپانزي په څېر بونوبو د یو بل بچیان نه وژني، پر یو بل د یو بل وژلو لپاره برید نکوي. د دوه ټولنو ترمنځ اړیکې یې هم له چیمپانزي بېزو سره توپیر لري. د دوه ټولنو واړه یې کله کله له یو بل سره تعامل کوي مګر غټ یې که تعامل هم نکوي نو د چیمپانزي په څېر د یو بل غلیم هم ندي. او ممکن لامل یې پرېمانه خواړه او پراخ استوګن ځایونه وي چې د سیالۍ مخه یې ډب کړې.
خپل منځ کې له ۳۰ تر سلګونو پورې ټولنه جوړوي خو د ټولنې غړیتوب یې په دوامداره توګه بدلیږي. ښځې او نران یې تل خپلمنځ کې سره ډله وي او ډېر وخت یې ښځې د نرانو خلاف اتفاق سره کوي. مورګانې یې له خپلو بچیانو سره د واک لاسته راوړلو کې مرسته کوي. نران یې خپل خواړه له نورو نرانو سره نه شریکوي خو ښځې یې خپل خواړه له نورو نرانو سره شریکوي. د ټولنیزې اړیکې یا پیوند لپاره نر او ښځه د جنسي اړیکې مختلف چلندونه کاروي. د جنسي اړیکې طریقه یې لکه د انسان په څېر ده چې په چیمپانزي بیزوګانو کې تر اوسه دا طریقه نده لیدل شوې. د شلمې پېړۍ په پای کې یې شمېر ۴۰۰۰۰ پورې اټکل شوی وو.
Picture by Wcalvin at English Wikipedia, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=63232392
Comments
So empty here ... leave a comment!