Bonog – بونګو انتېلوپ

د ډل علمي نوم یې (Tragelaphus eurycerus) ده، رنګه بدن لري، ټولنیز چلند لري، د ځنګل انتېلوپ ګڼل کیږي او د (Tragelaphini) توکم سره تړاو لري. د کورنۍ نوم یې (Bovidae) ده. له اېلاند انتېلوپ (eland) څخه وروسته درېم دروند یا زېات وزن لرونکی انتېلوپ ګڼل کیږي.
 
لنډې پښې لري، مخکینۍ پښې یې د ورستیو په پرتله لنډې او نرۍ دي. ورستۍ پښې یې بشپړ وده کوي او تر مخکینیو ډبلې، اوږدې دي. دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري. نر یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه پورې او ښځینه یې تر ۲۴۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. ځینې یې په لوړو غرونو کې او ځینې د افریقا په باران پاېدونکو ځنګلونو کې ژوند کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons