Borhyaenidae – بورهاین ايدای
د جنوبي امریکا نا بشپړ پیدا کېدونکو ژو (marsupials) له منځه تللې (extinct) کورنۍ ده. د دې کورنۍ غړي تی لرونکي وو، په پالیو سېن وخت (Paleocene Epoch) کې یې ژوند کوه ( د ۵ میلیونه تر ۶۳.۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ چې د پلیوسېن پېل ګڼل کیږي). د بدن جوړښت یې کوږ یا کوږ لیوه (hyena) ته شوی وو او نوم یې هم له جوړښت نه اخیستل شوی. د بدن اسکلیټ یې په یوه ۲۳ میلیونه زړې ډبرې کې پیدا شوی. د دې کورنۍ د نورو غړو جوړښت لیوه او ګیدړې ته ورته ده.