Bouvier’s red colobus – د بوویر سور کولوبوس

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Piliocolobus bouvieri) دی. د کولوبوس بیزو یو ډول دی. څلور لسیزې ګمان کېده چې نسل یې له منځه تللی خو په ۲۰۱۵ کال کې بیا ځلې د کونګو په جمهوریت کې وموندل شو.


تشرېح
نسواري رنګه سور رنګ لري. ورسره نږدې تړاو لرونکې بیزو د پینانټ کولوبوس بیزو ده له کومې یې چې رنګ روښانه دی. په خپل سر کې تور یا چاکلېټ ته ورته خاپ لري. بریتونه او زنه یې سپین رنګ کې وي. له سترګو یې ګلابي کړۍ تاو شوې وي. لکۍ یې له وړې تنې اوږده وي، د ملا په پرتله یې د ګېډې رنګ روښانه وي. د هر غړي مخ یې له بل غړي سره توپیر لري. په داسې ځنګلونو کې ژوند کوي چېرې چې د اوبو جمع کېدنه زرڼې او خټې جوړوي لکه د کونګو سیند چار چاپېره ځنګلونه. له انسان ویره نه لري او په لیدو یې تېښته نه کوي.


ډلبندي
په لمړي ځل د روش برون الفونز ترېمو ( Alphonse Trémeau de Rochebrune) په کال ۱۸۸۷ کې تشرېح کړې. تر ډېره وخته د پینانټ فرعي ډول ګڼل ګېده. په ۲۰۰۷ کې کولین ګروفز بیا ځلې ډلبندي کړه ګروفز ګمان کوي چې جلا ډول او جلا نسل (Piliocolobus) دی خو نور یې د (Procolobus) فرعي نسل ګڼي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله لومړني
فرعي ډله هپلوراینای
کورنۍ سېرکو پیتې سیډي
نسل پیلوکولوبوس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons