Bovid – بووید – د غوییزو د کورنۍ غړي
د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) ټول غړي چې په ارتیو دکتیلا ډله (Artiodactyla) کې (بیسون، انتېلوپ، پسونه، غوییز، مېښې) شامل دي او سومان یا او یا بوټ لرونکي دي. له نور ارتیکو دکتیل یا شخوند وهونکو سره توپیر لري په ځانګړي ډول د هوسۍ له کورنۍ سېرویدای (family Cervidae) غړو سره. نران او د ځینو ښځینه یې هم ښکرونه لري، ښکرونه یې د سر د کاسې له مخکیني هډوکي وده کوي. بوویدای ۱۴۳ ډولونه او ۵۰ نسلونه لري.
د بوټ یا سومان لرونکو حیواناتو مختلف ډولونه دي چې د نړۍ په ډېرو سیمو کې پرېمانه پیدا کیږي. د بدن کچه یې له ۱.۵ کیلوګرام چې د سلطنتي انتېلوپ (royal antelope) وزن ده تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه لکه د بیسون او وحشي غوییزو وزن پورې شته دي. د افریقا، اوراسیا او شمالي امریکا په مختلفو وښو لرونکو سیمو کې ژوند کوي لکه د افریقا په باران پاېدونکو ځنګلونو کې یا د هم موسک غویی (musk ox) چې د شمالي قطب په تندرا اقلیم لرونکې سیمه کې ژوند کوي.
د بووید څرېدونکو حیواناتو شمېر یو وخت تر میلیونونو رسېده لکه د امریکا په هوارو کې بیسون چې یو وخت یې شمېر ۳۰–۶۰ میلیونه پورې وو. همداسې په افریقا کې د انتېلوپ ډول تر میلیون زېات وو، په اسیا کې بیا ګزېلې خورا زېاتې وې. خو په امریکا کې د بیسون شمېر د غوښې لپاره د ښکار له امله د بیسون نسل له ورکېدو سره مخ کړ او همدا کیسه په ۱۹ پېړۍ کې په افریقا او اسیا کې تکرار شوه. له دې پرته د نسل د کمېدو وجه یې د کرنې پراخوالی، د انسانانو د هستوګنځایونو پراخېدنې د وحشي بوویدو لپاره خورا کم د ژوند ځای پریښی. خو دانسانانو لخوا د دې حیواناتو د غوښې او شودو غوښتنې پرته له انترکتیکا ټولو لویو وچو ته خپاره کړل. د وحشي بوویدو تر اوسه د پاتې کېدو بله وجه د وزې، پسه او غوییزو کورني کېدل له کومو چې انسانان خپلې ارتیاوې پوره کوي او له همدې امله یې له وحشي ژوو پام کورنیو ژوو ته اوښتی.
تر اوسه تر ټولو زوړ فوسیلي بووید په اوراسیا کې پیدا شوی چې جسد یې تقریبا ۱۸ میلیونه کاله زوړ ده او د میو سېن وخت (Miocene Epoch) حیوان ګڼل کیږي. مطالعو ښودلې چې دا حیوان انفرادي وو او د بوټو یا ځنګل لرونکو سیمو کې یې ژوند کوه. د افریقا د دویکر (Duiker) انتېلوپ د فوسیلي جسدونو له مطالعې ښکاري چې اوسني یې خپل پلرونو ته ډېر ورته والی لري.
Picture By MathKnight – Own work based on the following WikiCommons images:Addax by Haytem93Bos taurus by Zachi EvenorGazella gazella gazella by מינוזיג – MinoZigOvis orientalis by Enrique A.Aepyceros melampus by BobWildebeest by hamon jp, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=61508896
Comments
So empty here ... leave a comment!