Breda A.3

د ایټالیا الوتکه وه، دوه جوړه وزرونه او دوه ماشینونه یې لرل. جوړونکی شرکت یې (Società Italiana Ernesto Breda) وو. رول یې د شپې لخوا بم غورزونه وه. لمړی الوتنه یې په ۱۹۲۴ کې کړې، د ټولو تولید شوو شمېر ۱ وو او وروسته له همدې الوتکې (Breda A.8) الوتکه جوړه شوه.
 
تر دې مخکې برېډا شرکت یوازې ملکي الوتکې جوړولې او دا الوتکه یې لمړۍ بم غورزونکې نظامي الوتکه طرحه کړې. له طرحې، جوړونې او ازموینې وروسته یې چارې په تخنیکي توګه بریالۍ نشوې نو همدې الوتکه کې یې په بدلون راوستلو (Breda A.8) جوړه کړه کومه چې د شپې لخوا بم غورزونکې وه.
 
پیلوټان : ټول درې کسان
اوږدوالی : ۱۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۳ متره
د وزرو سطحه : ۱۴۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۸۵۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۵۶۵۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۷۵ کیلو متره
د وزرو په یو متره مربع کې د وزن ظرفیت : ۳۸ کیلو ګرامه
 
وسلې
په پوز ، وروسته او د تنې لاندې برخه کې درې ۷.۷ اېم اېم لیویس ماشیندارې، تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Breda A.3-i
Breda. Ba.A.3

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons