Breed – نسل

نسل د کورني شوي ژوي ځانګړی ګروپ دی کوم چې خپله کې ورته ځانګړنې لري، خپله کې ورته چلند لري او یا هم نورې داسې ځانګړنې چې د همدې ډول له نورو ژوندیو یې توپیر پرې کیږي. په ادبیاتو کې نسل زیات تعریفونه لري. په یوه ډول کې نسل له (genetic isolation) رامنځته کیږي، له چاپېریال سره له طبیعي تطابق څخه رامنځته کیږي، د انسان لخوا د بوټو یو نر او ښځه سره جوړه کیږي او یوه نوی نسل ترې اخیستل کیږي او یا هم له دریو طریقو د دوه طریقو په ترکیب نوی نسل رامنځته کیږي خو په کرنه او مالدارۍ کې نسل کوم ځانګړی عمومي منل شوی تعریف نلري او لایتاناهي تعریفونه لري. یاد تعریفونه د بیولوجي تعریفونه ندي بلکې د هنر اصطلاح ده او د یوه ډول د تنوع لپاره کاریږي. په پښتو کې نسل د یوه ډول د تنوع (breed) او له څو ډولونو جوړ شوي نسل (genus) ته وایي. د (genus) کلیمه په بیولوجیکي ډلبندۍ کې هم کاریږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons